د هلمند ځايي مسوولین وايي، د هلمند د بست پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت تر بنسټیز ترمیم وروسته بیا ځلې گټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د هلمند له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د یاد شرکت د پرانیستې په غونډه کې د مالیې وزیر ملا عبدالناصر اخوند، د کانونو وزیر ملا هدایت الله بدري، د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف، د چارو ادارې لوی رئیس نورالحق انور، د هلمند والي عبدالرحمن کندوزي او گڼو نورو چارواکو برخه اخیستې وه.
د هلمند د صنعتکارانو د ټولنې مشر رحمت الله وویل، هلمند یو کرنیز ولایت دی او په دې ولایت کې ډېری خلک په کرنه بوخت دي. نوموړي له مرکزي حکومت وغوښتل چې هلمند ته ځانگړې پاملرنه وکړي.: «د پنبې، غنمو، جوارو او داسې نورو کرنیزو توکو په صنعتي وده کې زموږ له سوداگرو سره همکاري وکړي تر څو موږ وتوانېږو چې د هلمند د کروندگرو حاصلات په ښه وخت او ښه قیمت ځینې واخلو. دا مهال هلمند کې اویا ۷۰ بېلابېلې فابریکې شته چې په نورمال ډول خپل فعالیت کوي.»
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور وویل، دا د افغانستان لپاره ډېر د خوښۍ ځای دی چې د کلونو وروسته بست فابریکې یو ځل بیا خپل فعالیت پیل کړ.:« د اسلامي امارت مشرتابه او مسوولین تل هڅه کوي چې د عمل په بڼه ولسونو ته خدمات وړاندې کړي. د اسلامي امارت مسوولین ولسونو ته کار کول خپل مسوولیت بولي تر څو د دغه هېواد وگړي د اقتصادي پرمختگ سره سره په هر اړخیزو برخو کې پر ځان بسیا واوسي.»
د هلمند بست پنبې او نباتي غوړیو شرکت څه باندي ۵۶ کاله وړاندې د محمدظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال تاسیس شوی چې د وخت جنگي حالاتو کې په پوره توگه له فعالیت څخه لوېدلې و، چې د افغانستان اسلامي امارت په بیا راتگ سره یاد شرکت یو ځل بیا له سره ورغول شو او په فعالیت پیل وکړ.
یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په راتگ سره په ټول هېواد کې دې ته ورته نورې کارخونې هم فعاله شوې دي، چې ورسره سلگونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.