د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حميدالله اخندزاده د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي سره کتلي.
ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه ناسته کې دواړو لوریو د ټرانسپورټ او هوايي چلند په برخه کې د خصوصي سکتور د پانګونې او دې سکتور ته د پانګې جلبولو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې، د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي په یادو برخو کې له افغانستان سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست د همکاریو د پراختیا ډاډ ورکړی او ټینګار یې کړی چې افغانستان اوس له پخوا زیات د پانګوالو لپاره چمتو چاپېریال لري.