شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د پاکستاني طالبانو غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې د روان میلادي کال په جون میاشت کې پر پاکستاني پولیسو، پوځیانو، استخباراتي کارکوونکو او اربکیانو ۳۰۷ بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۲۰ تنه وژل شوي، ۳۲۰ ټپیان او اته نور ژوندي نیول شوي.د خبرپاڼې لهمخې، د دغو بریدونو زیاته برخه چې پهکې د درازکوف، لېزري، تعارضي، چریکي بریدونه، کمینونه او ځوابي بریدونه شامل دي، په چترال، شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان او خیبر ولایتونو کې ترسره شوي دي.د خبرپاڼې پر دوام راغلي چې، په دغو بریدونو کې د پاکستاني ځواکونو ۵۰ څارونکې کېمرې، ۳۴ نقلیه وسایط، ۳ ډرون او د اوبو شبکې هم تخریب شوي دي.
بلوچستان کې د پاکستاني پوځ پر پوستو هممهاله برید؛ ۸ عسکر وژل شوي، ۳ لادرکه او ۱۱ نور ټپیان دي2 اگست 2025
پاکستاني طالبانو تېره مياشت په ۳۶۰ بريدونو کې د پاکستان د امنيتي ادارو ۴۱۵ کسانو ته مرګژوبله اړولې1 اگست 2025
د پاکستان د جمعيت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن: دا ډېره د شرم خبره ده، چې موږ د خپلو تېلو په تړون او هند سره په اوربند د ټرمپ له خولې خبرېږو1 اگست 2025