د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې: د دغه وزارت وزیر اسحاق دار له خپل ترکمنستاني سیال سره د افغانستان او ټاپي پروژې په اړه خبرې اترې کړې دي.
په خبرپاڼه کې همدا رنګه زياته شوې چې: د مالوماتو له مخې اسحاق دار د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره په دې کتنه کې د ټاپي پروژې په ګډون د اقتصاد او انرژۍ په برخو کې د همکارۍ پر ودې هم ټينګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې داوړو لوریو ژمنه کړې چې د سیاسي، اقتصادي او دفاعي برخو په ګډون د دوه اړخیزو همکاریو د لاپراخولو او ژورولو لپاره ګډې هڅې ګړندۍ کړي.
په ۲۰۱۸ کال کې د ټاپي پروژې عملي کار له هراته پېل شو؛ خو څه موده وروسته یې چارې وځنډېدې چې تر اوسه لا بېرته نه دي پيل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت د ټاپي پروژې د پيل لپاره بشپړ چمتو والی ښودلی او هيله یې څرګنده کړې چې د سيمې په کچه دا ستره پروژه ژر تر ژره پيل شي.