Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون: د بنو پر لاریون کوونکو د برید عاملین دې د عدالت منگولو ته وسپارل شي
    سیمه

    د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون: د بنو پر لاریون کوونکو د برید عاملین دې د عدالت منگولو ته وسپارل شي

    صابر افغانصابر افغان20 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون وايي، د بنو په پروني لاریون کوونکو د ډزو له امله ۵تنه وژل شوي او تر ۲۰ ډېر ټپیان شوي دي.

    یاد کمېسیون پر سوله‌ییز لاریون کوونکو د برید غندنه کړې او غوښتنه یې کړې چې د برید عاملین دې د عدالت منگولو ته وسپارل شي.

    پرون د خیبر پښتونخوا په بنو کې زرگونه راټول شوي وو او په خپله سیمه کې یې د امن غوښتنه کوله؛ خو د پاکستان د پوځ له لوري پر لاریون کوونکو ډزې وشوې او لاریون کوونکي هم تیت او پرک شول.

    په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو ویډیوگانو کې ښکاري چې د عامو خلکو سربېره پولیس هم منډې وهي او ځانونه خوندي ځایونو ته رسوي.په بنو کې له تېرو څو ورځو راهیسې کاربارونه تړل شوي دي.

    پر لاریون کوونکو د ډزو له امله په بنو کې اعلانونه شوي او د بنو سربېره له لکي مروت، کرک او شمالي وزیرستان له خلکو هم غوښتل شوي، چې له سپینو بیرغونو سره راووځي او په ننني احتجاج کې برخه واخلي.

    ځايي خلک د پاکستان له پوځ غواړي چې د بنو شاوخوا سیمو څخه ووځي؛ ځکه د دوی له امله یې سیمه ناامنه شوې ده.

    په بنو کې د پروني لاریون وروسته د پښتنو ملت‌پاله گوندونو هم د سیمې له خلکو غوښتي، چې ولسي پاڅون وکړي او د بنو پولیس لاین مخکې دې پرلت ووهي.

    په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو او بلوڅ ملت‌پاله وسله‌والو بریدونو زور اخیستی، چې له امله ځايي خلکو هم د پاکستان حکومت د تگلارو پر ضد لاریونونه کوي.

    پاکستان تېره میاشت اعلان کړی و، چې په قبایلي سیمو کې د عزم استحکام په نامه عملیات کوي، چې د دغه اعلان وروسته سوله‌ییز لاریونونه هم پیل شوي او د دغه عملیاتو د نه کېدو غوښتنه کوي.

    مخکینۍ مقالهد ترانسپورت چارسمبالي وزیر د قزاقستان په غونډه کې گډون کړی
    راتلونکي مقاله بنو امن پاڅون؛ پاکستان کوم خوا درومي؟

    مربوطه لیکنې

    بلوڅ بېلتون‌پالو په دوه جلا بریدونو کې پنځه پاکستاني پوځیان او استخباراتي کارکوونکي وژلي

    1 جون 2025

    پاکستاني طالبانو له ۲۰۱۳ کال راوروسته تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه ترسره کړي

    1 جون 2025

    پاکستاني طالبانو په نهه جلا بريدونو کې ۴ پاکستاني عسکر وژلي

    29 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 1 جون 2025

    د افغانستان بانک رئیس کابل کې د چین له سفیر سره د مالي او بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    ‏د افغانستان بانک لوی رئیس نور احمد اغا کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ…

    د افغانستان برېښنا شرکت پلاوی پر برېښنایي پروژو د خبرو اترو لپاره ترکمنستان ته تللی

    1 جون 2025

    په کابل هوايي ډګر کې د يوه کارګو شرکت له لوري قاچاق کېدونکې ۵۸ کيلو ګرامه قيمتي ډبرې نيول شوي

    1 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د افغانستان بانک رئیس کابل کې د چین له سفیر سره د مالي او بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    1 جون 2025

    د افغانستان برېښنا شرکت پلاوی پر برېښنایي پروژو د خبرو اترو لپاره ترکمنستان ته تللی

    1 جون 2025

    په کابل هوايي ډګر کې د يوه کارګو شرکت له لوري قاچاق کېدونکې ۵۸ کيلو ګرامه قيمتي ډبرې نيول شوي

    1 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،941 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.