د پاکستان د طالبانو غورځنګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې وسله والو ځوکونو یې د پېښور ولایت خیبر ایجنسۍ کې پر پوځي کاروان برید ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې ۲۵ پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خبرپاڼه زياتوي چې همدا راز د غورځنګ ځواکونو، له وژل شويو او ټپيانو پاکستاني عسکرو یو راکټ، یوه پیکا، یو ټوپک، پنځلس د راکټ مرمۍ او ګڼ شمېر نور پوځي مهمات د غنیمت په توګه ترلاسه کړي.

د يادونې وړ ده چې په وروستيو څو مياشتو کې د پاکستان د طالبانو غورځنګ د پياوړتيا لوړې کچې ته رسېدلی او په سلګونه پاکستاني عسکر یې وژلي، ولسوالۍ یې نيولي، پوځي تاسيسات یې له منځه وړي او خپلې ليکې یې لا پياوړې کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version