پاکستان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي، چې د جولای میاشتې راهیسې د موسمي بارانونو له امله په دغه هېواد کې ۳۲۰ کسان مړه شوي دي.
یوازې په بلوچستان کې پرون سې شنبه د سختو بارانونو له امله پنځه تنه مړه شوي؛ خو د دغې صوبې د مسوولینو په خبره، په دغو موسمي بارانونو کې بیا تر دې دمه د ۲۰ ماشومانو په ګډون ۳۱ تنه مړه شوي دي.
دغې ادارې همدارنګه پرون په پنجاب او بلوچستان صوبو کې د سېلابونو راوتو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د یادې ادارې د خبرداري له مخې، په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د شړکنده بارانونو د ورېدو اټکل شوی دی.
پاکستان په زیاتېدونکې توګه د تودوخې څپې، وچکالۍ او سېلابونه له امله په پراخه کچه د اقلیمي بدلون له اغېزو سره مخامخ دی.