Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»د پاکستان ټاکنې؛ د عمران پلویان تر نورو مخکې دي
    سیمه

    د پاکستان ټاکنې؛ د عمران پلویان تر نورو مخکې دي

    صابر افغانصابر افغان10 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستان د ټولټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، تر اوسه د رایو بشپړې پایلې معلومې شوې نه دي، خو په تر سره شوو ټاکنو کې خپلواک نوماندان تر نورو مخکې دي.د لومړنیو نارسمي پایلو له مخې، قومي اسمبلي ته ۹۹ تنه د تحریک انصاف، مسلم لیگ(ن) ۷۱، پاکستان پیپلز غورځنگ ۵۳ او نور بریالي شوي ۱۰ تنه دي.خیبر پښتونخوا کې بیا خپلواک نوماندان(دغه نوماندان د تحریک انصاف غورځنگ) غړي دي، ۹۰، جمعیت علماء اسلام(ف)۷، پاکستان پیپلز غورځنگ ۴، جماعت اسلامي ۳ او عوامي نېشنل غورځنگ ۱ تن بریالي شوي، په بلوچستان کې بیا د پاکستان پیپلز غورځنگ ۱۱، پاکستان مسلم لیگ(ن)۹، جمعیت علماء اسلام(ف)۸، بلوچستان عوامي غورځنگ ۴، عوامي نېشنل غورځنگ ۲، نور بریالي ۳ او خپلواک نوماندان ۵ تنه بریالي شوي. له بل لوري په پنجاب ایالت کې بیا ۱۲۶تنه د تحریک انصاف، مسلم لیگ (ن) ۱۳۱، پاکستان پيپلز غورځنگ ۱۰، پاکستان مسلم لیگ ۸ او نور ۳ تنه بریالي شوي دي.همدارنگه د سند په ایالت کې بیا پاکستان پیپلز غورځنگ تر نورو مخکې دی. یاد گوند ۸۴، ایم کیو ایم ۲۸، تحریک انصاف ۱۴، جماعت اسلامي ۲ او دیموکرات غورځنگ ۲ تنه بریالي شوي دي.د پاکستان په تېرو ټاکنو کې د عمران خان گوند باندې بندیز و او د دغه گوند پلویان خپلواک نوماند شوي وو، چې ملي قومي اسمبلۍ کې یې له ۲۲۶ څوکیو څخه ۸۷ خپلې کړې دي. همدارنگه مسلم نواز ۷۴، او پاکستان پيپلز غورځنگ بیا ۵۱ څوکۍ گټلې دي.د پاکستان د ټاکنو اوسنۍ پایلې حتمي نه دي او کېدای شي په اوسني شمېر کې ادلون بدلون راشي.په پاکستان کې داسې مهال ټاکنې وشوې، چې دغه هېواد له سختو اقتصادي او امنیتي ننگونو سره مخ دی. په پاکستان کې د بې‌کارۍ کچه لوړه شوې، خوراکي توکو نرخونه پورته شوي او د حکومت له لوري پر خوراکي او نورو توکو مالیه څو برابره لوړه شوې ده.

    مخکینۍ مقالهد ابادۍ جهاد، حب الوطني او کاري ظرفیت
    راتلونکي مقاله کونړ: د “څپرې دره” په لومړي ځل د روغتیایي خدماتو څخه برخمنه شوه

    مربوطه لیکنې

    اتحاد المجاهدين په تېرو لسو ورځو کې ۹۰ پاکستاني پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    27 اپریل 2026

    د بلوچستان ازادۍ پوځ: په جلا-جلا بریدونو کې مو د پاکستاني رژیم د پوځ او استخباراتو ۷۱ غړي هلاک او ټپیاڼ کړي

    27 اپریل 2026

    امريکا ته د ايران نوی وړاندیز؛ لومړی بايد د هرمز تنګي ستونزه حل شي

    27 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 30 اپریل 2026

    د امريکا د کانګرس مخکښ سناتور برني‌ سنډرز: څنګه امکان لري، چې موږ تل د جګړې لپاره پیسې او بودجه لرو؛ خو د روغتيا او ښوونې روزنې لپاره بيا نه وي

    د امریکا د کانګرس مخکښ سناتور برني سنډرز په خپله اېکس‌پاڼه د امریکا د وروستیو…

    د اصحاب یمین غورځنګ لندن کې پر یهودانو د برید مسئولیت ومانه

    30 اپریل 2026

    امریکا وایي ایران سره جګړه کې یې ۲۵ ملیارده ډالر لګښت کړی

    30 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د امريکا د کانګرس مخکښ سناتور برني‌ سنډرز: څنګه امکان لري، چې موږ تل د جګړې لپاره پیسې او بودجه لرو؛ خو د روغتيا او ښوونې روزنې لپاره بيا نه وي

    30 اپریل 2026

    د اصحاب یمین غورځنګ لندن کې پر یهودانو د برید مسئولیت ومانه

    30 اپریل 2026

    امریکا وایي ایران سره جګړه کې یې ۲۵ ملیارده ډالر لګښت کړی

    30 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،160 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،194 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.