د پنجشېر د کانونو او پټروليم ريیس وايي، چې نن د دغه ولايت له کانونو تازه استخراج شوي ۲ زره ۶۳۸ قیراطه زمرد د ۷۴ زره ۷۵۰ ډالرو په ارزښت وپلورل شول.
د ياد ولايت د کانونو او پټروليم رييس محمد قاسم اميري وايي ياد زمرد د کانونو د څارنې کمېټې او د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پر کورنیو سوداګرو وپلورل شول.
د يادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت له بيا رسېدو راوروسته د پنجشېر د زمردو د قاچاق مخه نيول شوې، او په قانوني ډول استخراج او پلور ته وړاندې کېږي چې له درکه یې ميليونونه افغانۍ د دولت خزانې ته جمعه شوې دي.