د پوهنې وزارت وايي د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې د وچ کاریز ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې د ۹ ميلیونو ۶۴۹ زره ۶۳۲ افغانیو په لګښت پیل شوې.
د مسوولینو په خبره دغه ودانۍ به شپږ درسي خونې، یوه اداري خونه، د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي احاطوي دېوال او نور اړین ملحقات ولري. دغه ښوونځی په څه باندې یو جریب ځمکه کې د یو همکار بنسټ له لوري جوړیږي، چې ځمکه یې د یادې ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي له لوري یاد ښوونځي ته وقف شوې ده.