د کانونو او پټرولیم چارسمبالي وزیر شهابالدین دلاور د مس عینک کان سیمه له نږدې لیدلې او له چینايي شرکت یې غوښتي چې یاده پروژه دې ژر تر ژره پیل کړي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کانونو د وزیر سربېره د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخوا، په کابل کې د چین سفیر ژاو شېنگ، د لوگر والي ضیاء الرحمن مدني او د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال د مس عینک له کان څخه لیدنه کړې ده.: «د MCC شرکت مسوولینو د عینک د مسو کان د سړک د جوړولو، چې ټاکل شوې ده ډېر ژر پیل شي، د لرغونو اثارو د ساتنې د پلان د نهايي کېدو، د کمپونو د جوړېدو، د لوېدیځ عینک کان د اکتشافي چارو د پرمختگ او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل د پروژې ډېرې ستونزې حل شوي دي، موږ چمتو چې د پروژې عملي کار پیل کړو او د عینک د مسو کان د پروژې په عملي پیل سره به د سیمې لرغونو اثارو ته کوم زیان ونه رسېږي.»
په خبرپاڼه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر له قوله ویل شوي، چې د یادې پروژې په برخه کې به بشپړه همکاري وکړي او د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال ویلي، چې د مس عینک کان ته د برېښنا او اوبو په رسولو کې پوره همکارۍ ته چمتو دي.
مس عینک کان د لوگر د محمد اغې ولسوالۍ په عینک سیمه کې دی.
دا د افغانستان په کچه د مسو تر ټولو لوی او د نړۍ په کچه دویم لوی کان دی.
په دغه کان کې ۱۱،۳ مېلیونه مټریک ټنه مس تثبیت شوي او اټکل کېږي چې په دې سیمه کې د مسو ټوله زېرمه به ۱۷ میلیونه مټریک ټنه وي.
په دې کان کې د مسو تر څنگ ۷۷۰۰ مټریک ټنه سپین زر (Ag)، ۶۰۰ زره مټریک ټنه کوبالټ (co) او یوه محدوده کچه سره زر هم شته.
په مس عینک کان کې د پانگونې او د دغه کان د را ایستلو هوکړهلیک د ۲۰۰۸ز کال د اپرېل په ۲۵مه له MCC چینايي کمپنۍ سره لاسلیک شوی؛ خو تر اوسه یې چارې پیل شوې نه دي.