Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د کانونو وزیر: چین دې د مس عینک پروژه ژر پیل کړي
    افغانستان

    د کانونو وزیر: چین دې د مس عینک پروژه ژر پیل کړي

    صابر افغانصابر افغان9 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کانونو او پټرولیم چارسمبالي وزیر شهاب‌الدین دلاور د مس عینک کان سیمه له نږدې لیدلې او له چینايي شرکت یې غوښتي چې یاده پروژه دې ژر تر ژره پیل کړي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کانونو د وزیر سربېره د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخوا، په کابل کې د چین سفیر ژاو شېنگ، د لوگر والي ضیاء الرحمن مدني او د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال د مس عینک له کان څخه لیدنه کړې ده.: «د MCC شرکت مسوولینو د عینک د مسو کان د سړک د جوړولو، چې ټاکل شوې ده ډېر ژر پیل شي، د لرغونو اثارو د ساتنې د پلان د نهايي کېدو، د کمپونو د جوړېدو، د لوېدیځ عینک کان د اکتشافي چارو د پرمختگ او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل د پروژې ډېرې ستونزې حل شوي دي، موږ چمتو چې د پروژې عملي کار پیل کړو او د عینک د مسو کان د پروژې په عملي پیل سره به د سیمې لرغونو اثارو ته کوم زیان ونه رسېږي.»

    په خبرپاڼه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر له قوله ویل شوي، چې د یادې پروژې په برخه کې به بشپړه همکاري وکړي او د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال ویلي، چې د مس عینک کان ته د برېښنا او اوبو په رسولو کې پوره همکارۍ ته چمتو دي.

    مس عینک کان د لوگر د محمد اغې ولسوالۍ په عینک سیمه کې دی.

    دا د افغانستان په کچه د مسو تر ټولو لوی او د نړۍ په کچه دویم لوی کان دی.

    په دغه کان کې ۱۱،۳ مېلیونه مټریک ټنه مس تثبیت شوي او اټکل کېږي چې په دې سیمه کې د مسو ټوله زېرمه به ۱۷ میلیونه مټریک ټنه وي.

    په دې کان کې د مسو تر څنگ ۷۷۰۰ مټریک ټنه سپین زر (Ag)، ۶۰۰ زره مټریک ټنه کوبالټ (co) او یوه محدوده کچه سره زر هم شته.

    په مس عینک کان کې د پانگونې او د دغه کان د را ایستلو هوکړه‌لیک د ۲۰۰۸ز کال د اپرېل په ۲۵مه له MCC چینايي کمپنۍ سره لاسلیک شوی؛ خو تر اوسه یې چارې پیل شوې نه دي.

    مخکینۍ مقالهد رسنیو د تخطیو د ارزونې کمېسیون د افغانستان انټرنېشنل راډیو تلوېزون خپرونې د هېواد له نافذه قوانینو سره ټکې بللې
    راتلونکي مقاله کورنیو چارو وزارت: په بېلابېلو ولایتونو کې یې لسگونه تنه د جنايي او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نیولي

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان بانک ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

    15 سپتمبر 2026

    اقتصادي کمېسیون ۶۶ داخلي معیارونه او د ازمایښت طریقې تایید کړې

    15 سپتمبر 2026

    د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

    15 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 15 سپتمبر 2026

    د افغانستان بانک ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

    د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له مرکزي، جنوب‌ختیځ او ختیځ زونونو…

    احمد الشرع دوبۍ کې د عربي رسنيو د ۲۴ مې سرمشريزې ځانګړی مېلمه دی

    15 سپتمبر 2026

    حوثي ځواکونو پر سعودي عربستان د بريدونو نوې څپې پيل کړي

    15 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د افغانستان بانک ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

    15 سپتمبر 2026

    احمد الشرع دوبۍ کې د عربي رسنيو د ۲۴ مې سرمشريزې ځانګړی مېلمه دی

    15 سپتمبر 2026

    حوثي ځواکونو پر سعودي عربستان د بريدونو نوې څپې پيل کړي

    15 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،255 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.