Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د کرنې په عصري کېدو سره افغانستان ځان بسیاینې ته رسېږي
    افغانستان

    د کرنې په عصري کېدو سره افغانستان ځان بسیاینې ته رسېږي

    صابر افغانصابر افغان12 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کرنې وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ چارسمبالی وزیر عطاء الله عمري لوگر ته د خپل سفر پر مهال ویلي، په افغانستان کې د کرنې په عصري کېدو سره موږ ځان بسیاینې ته رسېږو.

    د خبرپاڼې له مخې، په تېرو شلو کلونو کې د کرنې د پیاوړتیا او عصري کېدو لباره هېڅ کار نه دی شوی؛ خو د افغانستان ۸۰ سلنه وگړي اوس هم په کرنه بوخت دي.: «موږ د کرنې، مالدارۍ، اوبو لگولو، طبیعي سرچینو او د هېواد د ځمکو تثبیت په برخو کې پينځه بنسټیز پروگرامونه لرو.

    نيالگي اېښودل د هېواد د سمسورتیا او زرغوتنیا لامل، د طبيعت لپاره مرهم او د خلکو د روغتيا لپاره گټور دي.»

    نوموړي ویلي، که چېرې د دې برخې د عصري کېدو لپاره کار وشي ډېر ژر به افغانستان ځان بسیاینې ته ورسېږي.:«په روان کال کې د کرنې د پیاوړتیا او د بزگرانو د ملاتړ په موخه ۱.۳ میلیونه افغانۍ د هېواد په بزگرانو وېشل شوې او په راتلونکي کال کې تر ۲ مېلیارده پورې نورې افغانۍ هم په بزګرانو ووېشل شي.»

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، په لوگر کې د نیالگیو کېنولو ملي کمپاین د « نیالگي کېښودل وچکالۍ له منځه وړل» تر شعار لاندې پیل شو، چې د کرنې د وزیر په گډون پکې گڼو چارواکو برخه اخیستې وه.په لوگر کې سږ کال څه باندې ۱۰۰ زره نیالگي اېښودولو ته چمتو شوي دي.

    د لوگر ځايي مسوولینو له خلکو غوښتي چې نیالگي کېنوي، ساتنه یې وکړي او د هېواد په زرغونتیا کې دې خپله برخه واخلي.لوگر د پلازمېنې کابل گاونډی ولایت دی، چې ډېر خلک یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

    مخکینۍ مقالهترانسپورت وزارت: په روان کال کې یې څه باندې ۸۰ زره موټرونه ثبت کړي دي
    راتلونکي مقاله د سټنډرډ ملي اداره: ایران ته یې ۱۴ ټنه بې‌کیفیته گاډر بېرته ورگرځولي

    مربوطه لیکنې

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025

    د عامې روغتیا وزارت سرپرست: هڅه کوو چې په تدریجي توګه د هېواد روغتیايي سکټور پر ځان بسیا کړو

    8 مې 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل ترکمنستاني سیال سره د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې د چارو په اړه خبرې کړي

    8 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 8 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    کورنیو چارو وزارت وایي، ‏د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دغه ولایت په…

    د سویس جنجالي طرحه؛ د سرپرست حکومت د مخالفینو په لیکو کې نوی درز!

    8 مې 2025

    د عامې روغتیا وزارت سرپرست: هڅه کوو چې په تدریجي توګه د هېواد روغتیايي سکټور پر ځان بسیا کړو

    8 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025

    د سویس جنجالي طرحه؛ د سرپرست حکومت د مخالفینو په لیکو کې نوی درز!

    8 مې 2025

    د عامې روغتیا وزارت سرپرست: هڅه کوو چې په تدریجي توګه د هېواد روغتیايي سکټور پر ځان بسیا کړو

    8 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،928 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،859 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،845 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.