د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني وایي، چې ګڼ شمېر هېوادونه لېواله دي، چې د ا.ا.ا سره اړیکې وپالي.
نوموړي دغه څرګندوی د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د لیدنې پرمهال کړې دي.
د افغان حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې په دغه لیدنه کې د کورنیو چارو وزیر چې د استخباراتو عمومي رئیس هم ورسره و، متحده عربي اماراتو ته خپل وروستی سفر له هېوادونو سره د اړیکو په جوړولو کې ګټور بللی دی.
دوی همدارنګه د تلپاتي امنیت ټینګښت لپاره د خپلو هڅو یادونه کړې او ویلي يي دي، چې د امنیتي ادارو ترمنځ ښه همغږي او جامع امنیتي پلان خلکو ته د ډاډمن امنیت زمینه برابره کړې ده.
په دغه لیدنه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د نړۍ له ټولو هېوادونو سره پر ښه او مثبت تعامل د ټېنګار تر څنګ وویل: “د هر اړخيزې سياسي پاليسۍ په رڼا کې ا.ا.ا له ټولو هېوادونو سره د تعامل او اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی، د مثبت تعامل په نتيجه کې له نړۍ سره د ا.ا. اړيکې په پراخېدو دي او دا د اسلامي نظام سياسي پرمختګ ښيي”.
د کورنیو چارو وزیر او د استخباراتو عمومي رئیس څه موده وړاندې متحده عربي اماراتو ته د سفر ترڅنګ سعودي عربستان ته د حج د فریضې د اداء کولو په موخه هم سفر کړی و.