شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وایي، د جلالاباد -کونړ عمومي سړک چې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوی وو بیرته پرانیستل شو.یاده لاره د ننګرهار کوز کونړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې تړل شوې وه، چې دا مهال د یاد ولایت د ټولګټو ریاست ماشینرۍ او پرسونل په هڅو بیرته پرانیستل شوه.ښاغلی حقشناس زیاتوي، چې دغه راز د یاد ولایت د ګوشتې، لعل پورې، مومند درې، کوز کونړ، شینوارو او دور بابا ولسوالیو سړکونه د ورستیو اورښتونو او سیلابونو را وتلو له امله زیان من شوي وو، چې دا مهال یې د ترمیم او رسوبي موادو د پاک کارۍ چارې په چټکۍ سره جریان لري.د یادونې ده، چې نن سهار د ننګرهار ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې له شدیدو اورښتونو وروسته سېلابونه راووتل، چې له امله یې خلکو ته درانه مالي زیانونه واوښتل.
عرب اقتصادي سالاکار او سیاسي شنونکی، فواد کوثر: افغانستان له ۲۰۲۱ وروسته خپل بانکي نظام په تدریجي ډول له ربوي سیستم څخه پاک او اسلامي مالي سيستم ته واړوه14 اپریل 2026
افغان ځواکونو زابل کې پر فرضي کرښه په يوه دفاعي بريد کې د پاکستاني رژيم د پوځ تاسيسات له منځه وړي14 اپریل 2026