د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر د بریتانیا له شارژدافیر رابرټ ډيکسن سره کتلي او د افغان کډوالو، بشري مرستو او د نړیوالو پر همکاریو یې ورسره خبرې کړې دي.

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې ډيکسن د ملګرو ملتونو له لوري د جوړ شوي پروپوزل یادونه کړې او ژمنه یې کړې، چې بریتانیا به له افغانستان سره مرستې زیاتې کړي.

ښاغلي مولوي عبدالکبیر د بریتانیا له مرستو مننه کړې او د افغان کډوالو لپاره یې د ۴۶ ښارګوټو د جوړېدو خبر ورکړی.

نوموړي ټینګار کړی، چې سرپرست حکومت د کډوالو د ښه مدیریت او د هغوی د حقوقو خوندیتوب ته ژمن دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version