د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې د روان هجري لمریز کال له پیله تر اوسه یې شاوخوا زرو بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه ویشلي دي.
د یاد وزارت مسوولینو تازه بهرنیو وګړو ته د کار جواز د ورکړې لپاره تورخم بندر کې استازولي جوړه کړې ده. له دې سره د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په هغو برخو کې چې افغانستان ورته اړتیا لري، بهرنیو وګړو ته د کار جوازونو ورکړه اغېز لري، خو افغان ځوانانو ته هم د کار زمینې پر برابرولو ټینګار کوي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې په نږدې راتلونکي کې به د هغو بهرنیو وګړو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه چې د موسسو او خصوصي سکټور له لارې افغانستان ته د کار لپاره راځي، د هېواد په بندرونو او هوايي ډګرونو کې د کار د جوازونو د وېش استازولۍ جوړې شي.