د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو سره د مبارزې مرستیال عبدالحق همکار په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان(W.H.O) له مسوولینو افغانستان کې د نشه‌یي توکو د تقاضا کمولو، رواني روغتیا او غیر ساري ناروغیو څانگې مشر ډاکتر منول دلارا او د یاد سازمان د نشه‌یي توکو د تقاضا کمولو او رواني روغتیا څانگې مشر ډاکتر علي رضا نوروزي سره لیدلي دي.

له یاد معینیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د روغتیا نړیوال سازمان استازو ته په ټولو ولایتونو او پلازمېنه کې د بې کوره روږدو د راټولولو، درملنې او ملاتړ په هکله معلومات ورکړل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم یاد معینیت ته د همکاریو د پراختیا ژمنه ورکړل شوې ده.

د نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت له لوري نږدې هره ورځ د کابل په گډون په گڼو ولایتونو کې نشه‌يي توکو نیول کېږي.

د دې سربېره د یاد معینیت له لوري پر نشه‌يي توکو روږدي راټولېږي او د درملنې مرکزونو ته ورپېژندل کېږي.

په یادو مرکزونو کې اوس‌مهال زرگونه پر نشه‌يي توکو روږدي راټول شوي او د درملنې سربېره ورته حرفوي زده‌کړې هم ورکول کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version