د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره د صهیونیستي اسرائیلو له خوا د سوریې پر کویا کلي بریدونه، چې له امله یې عامو خلکو ته مرګژوبله اوښتې، غندلي دي.
سعودي د صهیونیستي رژیم له خوا د نړیوالو قوانینو پرلهپسې سرغړونې او د سوریې او سیمې د امنیت او ثبات د کمزوري کولو هڅې په کلکه رد کړې دي.
د یادونې وړ ده چې، صهیونیستي رژیم تېره ورځ د سوریې درعا ولایت کې پر کویا ښارګوټي هوایي بریدونه وکړل، چې له امله یې اووه تنه عام سوري وګړي شهدان او ګڼ شمېر ځایي خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.