عربي رسنيو راپور ورکړی چې د سعودي عربستان دفاعي چارواکو ویلي، چې له ترکیې څخه یې د «کان پنځم نسل» ۱۰۰ جېټ الوتکو پېرلو موافقه کړې.
د الوتکو پېرلو د ياد تړون د لاسليک په موخه د سعودي عربستان د دفاع مرستيال وزير خالد بن حسين الباري او د هوايي ځواک قومندان بن بندر السعود د ترکيې د دفاعي توليداتو له مشر هالوک ګورګن سره کتلي او دغه راز د سعودي عربستان د پوځ لوی درستيز جنرال فياض بن حامد الرويلي انقره کې د ترکیې له دفاع وزير ياسر ګلر سره د جنګي الوتکو، جنګي بيړيو، رادار سيستم، او نورو جنګي تجهيزاتو په پېرلو بحث کړی.
د يادونې وړ ده چې له ترکیې څخه د جنګي جټ الوتكو پېرل د سياسي شنونکو له امده د دواړو هېوادونو تر منځ د دفاعي صنايعو د همكارۍ احتمالي ژورتيا بلل شوې.