Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»سیاسي مرستیال: لا هم مېلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري
    افغانستان

    سیاسي مرستیال: لا هم مېلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

    صابر افغانصابر افغان9 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د ملي ټولنو نړیوال غورځنگ په مناسبت د (بشریت ژوندي ساتل) تر سرلیک لاندې غونډه کې د سرې میاشتې او او سره صلیب له مرستو مننه کړې ده.

    نوموړي ویلي، د افغانستان او فلسطین په گډون په گڼو اسلامي هېوادونو کې د سرې میاشتې او سره صلیب فعالیتونو ته په مېليونونو خلک اړتیاوې لري، د دوی د فعالیتونو له امله د مېلیونونو خلکو ژوند ژغورل شوی او دا بهیر لا روان دی.: «سره‌صلیب او سرې میاشتې په سختو حالاتو کې د افغانانو د ژوند ژغورلو لپاره کار کړی. اسلامي امارت په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې هڅو ته د قدر په سترگه گوري او په افغانستان کې یې د رضاکارانه فعالیتونو او خدمت مننه کوي.»

    د سیاسي مرستیال په خبره، که څه هم د اسلامي امارت په راتگ سره د جگړې ټغر ټول شوی او سراسري امنیت تامین دي؛ خو لا هم مېلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.: «په تېرو څه کم درې کالو کې د اقتصادي ثبات په موخه، د افغانستان په مختلفو برخو کې اساسي پروژې عملي شوي او یا د عملي کېدو په حال کې دي. اسلامي امارت په سیمه کې له اقتصادي فرصتونو څخه د استفادې سیاست غوره کړی او دا مهال د سیمې له هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري لري.»

    نوموړي وویل، اسلامي امارت د متقابل احترام په رعایتولو سره له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او بهرنی سیاست یې له نړیوالو سره پر ښو اړیکو او همکاریو ولاړ دی.: «زموږ پر بانکي سیستم د محدودیتونو وضع کېدل، د بهرنیو مرستو کمښت او اقتصادي ننگونې وضعیت پېچلی کوي او د اسلامي امارت فعالیتونه محدودوي، اړتیا ده چې پر بانکي سیستم محدودیت پای ته ورسېږي.»

    نوموړي، په لرو پرتو سیمو کې د مرستو رسولو او نورو خیریه او بنسټیزو چارو تر سره کول مهم وبلل او هیله یې وښوده، چې نړیوالې ادارې په دې برخه کې کار وکړي.

    اوسمهال په افغانستان کې گڼې خیریه نړیوالې او کورنۍ موسسې فعاله دي، چې اړمنو خلکو سره بېلابېلې مرستې کوي.

    مخکینۍ مقالهد(صدای هندوکش) په نوم ازاده او بې‌پرې ویب پاڼه پر لیکه شوه!
    راتلونکي مقاله متقي: اسلامي امارت نه غواړي چې افغانان د اوږدمهال لپاره د نورو په بشري مرستو متکي وي

    مربوطه لیکنې

    افغان پلاوي د اذربایجان په نړيوال ښاري فورم کې د افغانستان اقليمي ستونزې تر نړیوالو رسولي

    19 مې 2026

    د هېواد د وزيرانو شورا ۱۹ مه غونډه کې پر مهمو موضوعاتو خبرې شوي

    19 مې 2026

    هېواد کې د اته میلیارده افغانیو په لګښت د برښنا رسونې سترو پروژو چارې روانې دي

    18 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 19 مې 2026

    امریکا له کاناډا سره خپلې دفاعي همکارۍ وځنډولې

    کاناډایي رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا جګړې وزارت (پنتاګون) له کاناډا سره خپلې دفاعي…

    د ترکیې مرسین ښار کې وسله‌وال برید ۱۲ تنو ته مرګ‌‌ژوبله اړولې

    19 مې 2026

    حزب الله د لبنان سويل کې د اسرائیلي پوځ پر پوستو اور غورځوونکي راکټي بريدونه کړي

    19 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امریکا له کاناډا سره خپلې دفاعي همکارۍ وځنډولې

    19 مې 2026

    د ترکیې مرسین ښار کې وسله‌وال برید ۱۲ تنو ته مرګ‌‌ژوبله اړولې

    19 مې 2026

    حزب الله د لبنان سويل کې د اسرائیلي پوځ پر پوستو اور غورځوونکي راکټي بريدونه کړي

    19 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،163 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،099 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،202 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.