Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»متقي: اسلامي امارت نه غواړي چې افغانان د اوږدمهال لپاره د نورو په بشري مرستو متکي وي
    افغانستان

    متقي: اسلامي امارت نه غواړي چې افغانان د اوږدمهال لپاره د نورو په بشري مرستو متکي وي

    صابر افغانصابر افغان9 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر مولوي امیرخان متقي په مالي او ادارو چارو کې د ملگرو ملتونو مشورتي کمېټې غړو چې د بېلابېلو هېوادونو ۲۱ غړي لري لیدلي دي.

    له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې ناسته کې د یوناما استازو هم برخه لرله.:«په دې ناسته کې په ملگرو ملتونو کې د افغانستان پر استازیتوب، بشري مرستو پر مؤثریت او په افغانستان کې د پراختیايي پروژو د ملاتړ پر امکان خبرې اترې وشوې.»

    په خبرپاڼه کې د ښاغلي متقي له قوله ویل شوي، په افغانستان کې د پر نشه‌يي توکو د درملنې، د یتیمانو مالي ملاتړ او د خصوصي سکتور په برخه کې د افغانو ښځو د بارز رول، له کلونو جگړو او بې‌ثباتیو وروسته اوس د دې فرصت برابر شوی چې د افغانستان په خاوره کې د سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو لکه ټاپي، کاسا-۱۰۰۰ او افغان ټرانس رېل او ورته نورو پروژو پیل ته لارې چارې برابرې شي.: «اسلامي امارت نه غواړي چې افغانان د اوږد مهال لپاره د نورو په بشري مرستو متکي وي، بلکې په کار دي چې داسې پروژې پلي شي، چې د افغانستان ملي اقتصاد پر خپلو پښو ودرېږي.»

    په خبرپاڼه کې د ملگرو ملتونو د کمېټې د مشر بچار بونگ عبدالله له قوله ویل شوي، د سفر موخه یې په افغانستان کې د یوناما د چارو ارزونه ده او غواړي د افغان لوري لومړیتوبونه په گوته کړي، ترڅو د ملگرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته يې وړاندیز کړي.

    همداراز د کمېټې غړي امجد قاید احمد الکُمیم په افغانستان کې د امنیت، ښاري خدماتو او د خلکو د ژوند عادي حالت د پام وړ مثبت پرمختگونه وگڼل. :«له کابل وروسته به ولایتونو ته هم سفرونه وکړي ترڅو په افغانستان کې وضعیت له نږدې وگوري او په اړه یې خپل وړاندیزونه اړوندو مراجعو ته وړاندې کړي.»

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ملگرو ملتونو پلاوي ته ویلي، مرستې دې په داسې ډول ولگول شي، چې خلکو ته کار پیدا شي.

    کورني تولیدات او صنعت وده وکړي او ملگري ملتونه خپلې اړتیاوې له افغان بازارونو څخه پوره کړي؛ تر څو د افغانستان د خصوصي سکتور څخه ملاتړ وشي.:«منځنیو کاروبارونو ته وده ورکول، پراختیايي پروژو ته پاملرنه، بزگرانو ته د بدیل معیشت برابرول او یوازې بشري مرستو پورې محدود نه پاتې کېدل یې لومړیتوبونه یاد کړل.»

    مخکینۍ مقالهسیاسي مرستیال: لا هم مېلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري
    راتلونکي مقاله هلمند کې د چرگانو د دانې یوه کارخونه پرانیستل شوې

    مربوطه لیکنې

    کابل ښار کې د ګڼې ګوڼې د کمښت او خلکو د خونديتوب په موخه ۶ هوايي پلونه جوړ شوي

    3 جون 2026

    د روسیې د ورزش کميټې مولوي احمد الله وثیق ته ځانګړې ډالۍ سپارلې ده

    3 جون 2026

    مولوي احمد الله وثیق د روسیې د المپيک کميټې له مشر سره د ورزشي اړيکو پر پراختيا خبرې کړي

    2 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 3 جون 2026

    اسرائيلي فعالان وايي نتنياهو د اسرائیل واک ډونالډ ټرمپ ته سپارلی

    نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو منتقدینو ويلي، چې…

    کابل ښار کې د ګڼې ګوڼې د کمښت او خلکو د خونديتوب په موخه ۶ هوايي پلونه جوړ شوي

    3 جون 2026

    زيلينسکي له امريکا څخه د نويو پاتريوت‌ دفاعي سیسټمونو غوښتنه کړې

    3 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    اسرائيلي فعالان وايي نتنياهو د اسرائیل واک ډونالډ ټرمپ ته سپارلی

    3 جون 2026

    کابل ښار کې د ګڼې ګوڼې د کمښت او خلکو د خونديتوب په موخه ۶ هوايي پلونه جوړ شوي

    3 جون 2026

    زيلينسکي له امريکا څخه د نويو پاتريوت‌ دفاعي سیسټمونو غوښتنه کړې

    3 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،165 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،103 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،205 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.