لیکوال: غلام نبي فروزان
لومړۍ برخه
د کفارو او غربي ولسونو پر وړاندې د اسلامي امارت د بریا ورځ، د اشغال، غلامۍ او اسارت له بنده آزاد شویو لپاره د خوشحالۍ ورځ ده؛ هغه کسان چې ازادي او حریت تر هغه نفس لوړه ګڼي چې د اشغال تر اسمان لاندې تنفس کوي او له هغه عیش او عشرت څخه یې اړمنه ګڼي چې په مستعمره ځمکه کې ترې خوند واخلي.
خو همدا د خوشحالۍ او خوښۍ ورځ ځينو د غربیانو پاتې شونې خورو کسانو لپاره سخته تمامه شوې ده، او د روح زخمونه يې بيا تازه او پرانستل شوي دي.
په دې ورځو کې چې د خپلواکۍ او فتحې جشن دی او ټول هېوادوال په خوښیو او ښادیو کې ډوب دي، د اپلټ ویونکو، فراریانو او بهر کې ناستو کسانو ژبې خلاصې شوې دي او د خپلې ناکامۍ او بې کفایتۍ دروند بار د پردیو پر اوږو اچوي.
عبدالرب رسول سیاف چې د علماوو جامو اغوستونکی او د علم مدعی، یو له همدغو تښتېدلو، او د ټولنې منفورو کسانو له جملې څخه دی چې غلامۍ ته یې غاړه ورکړې او د تل لپاره یې خپل سرنوشت او برخلیک ګڼلی دی او د آزاد ژوند مفکوره د هغه په تصور کې هېڅ ځای نه لري.
موږ ذکر شوې مقاله په دریو برخو کې تحلیل او تر څېړنې لاندې راولو، هيله ده چې د دوى په څېر سمه لاره پرې نږدو او د ګمراهۍ خوا ته لاړ نه شو.
د خپل وطن څخه د لیرې کېدو او په ټولنه کې د مقهوریت او د هغه د تور ریکارډ د درد په زغملو کې، او د ځان ښه ښکاره کولو او پاکولو لپاره، هغه په خپل اکس شبکه کې لیکلي:
شرمناک ناورین:
«درې کاله وړاندې د افغانستان نظام د یوې شرمونکې دسیسې او جوړجاړي په پایله کې نسکور شو، چې په پایله کې یې ټول دولتي جوړښتونه له مینځه لاړل، بشري حقونه تر پښو لاندې شول، بشري ارزښتونه تر پښو لاندې شول، ښځې د کار او زده کړې له حق څخه بې برخې شوې، مسلکي کارکونکي په کورونو کې کښېناستل، یو شمیر ځوانان چې تېر نظام ته د نسبت په جرم ونیول شول، شکنجه او ووژل شول، فقر او بې روزګاري او تر ټولو مهم د خلکو ستونی اختناق ونیولو، عزت او ناموس یې د خطر سره مخ شول؛ او بالآخره میلیونونو کسانو هېواد پرېښود، چې ځینې یې د بهرنیو هیوادونو په زندانونو کې دي، او ځینې یې د سمندري نهنګانو ښکار شول». (منقول)
د نوموړي له هېره وتلي چې په تېر شل کلن اشغال کې د هغه څه چې دی یې ادعا کوي څو چنده زیات شرمناک ناورینونه او تراژیدۍ د دې ملت په حق کې ترسره شوي دي، او تر دې بده دا چې د ولس د نوامیسو پرده پرې شوه او له دې نه سل چنده زيات وحشتناکه پېښې په دې خاوره کې د یرغلګرو لخوا د دوی د اجیرانو په مرسته او ملګرتیا سره پلي شوي.
ایا ژوند هماغه دی چې یوازې دوی منلی و یا یوازې همغه ډوډۍ او مالګه وه چې د امریکایانو په ناپاکه سفره باندې خوړل کېدله؟!
که دوی په خپله خاوره کې د داسې ناپاکو خلکو په شتون او د داسې حرامې ډوډۍ په خوړلو راضي وای، خو د افغانستان غیور او آزاد ولس هېڅکله داسې ذلت ته غاړه نه ږدي او په داسې بې غیرتۍ راضي نه دي.
په دې تېرو شلو کلونو کې کوم داسې شق القمر شوی وو چې نن ورځ نه دی پېښ شوی او یا کوم داسې بریالیتوبونه کسب شوي وو چې نن ورځ تر هغې کم شوی وي؟
د کیسې تراژیدي هغه وخت رامنځته شوه چې د ترهګرۍ د مخنیوي په پلمه د څو کلونو په موده کې د یوه هیواد د سالم نظام د ړنګېدو سربیره د ښځو عفت، د نارینه وو غیرت او د ملت حمّیت تر پښو لاندې شول او د غلامۍ زنځیرونه یې په غاړو کې ور واچول شول او په هر ساز چې دښمنانو غوښتل وګډول شول.
خو اوس کیسه بدله شوې ده او د حالاتو کنټرول د ملت او د هغوی له جنس څخه پاکو خلکو په لاس کې دی او دوی په داسې لاره روان دي چې خوښ پای او غوره پایله لري.
دا چې د افغانستان د حاکمانو او خاورې خپلواکي د دښمنانو له اشغال څخه پاکه ده، تر استعمار لاندې د کلونو د تېرولو په پرتله سل چنده ګرانه او ارزښتناکه ده.
ادامه لري…
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.