Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»شیخ ندا محمد ندیم: ا.ا.ا د علم پرمختګ او په دې ډګر کې له سیمي او نړۍ سره سیال کېدو ته ژمن دی
    افغانستان

    شیخ ندا محمد ندیم: ا.ا.ا د علم پرمختګ او په دې ډګر کې له سیمي او نړۍ سره سیال کېدو ته ژمن دی

    صابر افغانصابر افغان11 جون 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    دغه څرګندونې د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د فدارتیف روسیې د پوهنې او لوړو زده کړو وزیرانو په دویمه نړۍواله ناسته کې کړې دي.

    د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي پر خپله “اکس” پاڼه لیکلي، د لوړو وزیر په دغه ناسته کې ګډونوالو ته د افغانستان د تحصیلي نظام په اړه معلومات وړاندې کړل.

    هغه وویل، چې د ا.ا.ا د علم پرمختګ او په دې ډګر کې له سیمې او نړۍ سره سیال کېدو ته ژمن دی.

    هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه: “د ا.ا.ا له حاکمیت وروسته زموږ هېواد د سیاسي، اقتصادي او نورو برخو تر څنګ په تحصیلي ډګر کې هم ډېر پرمختګونه کړي، چې د بېلګې په توګه د ۱۳۱ څانګو د نصاب بیا کتنه او ۱۴ سترو زېربنایي پروژو بشپړول یادولی شو؛ همدارنګه اوسمهال شاوخواه ۵ سوه زره محصلین د افغانستان په پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي”.

    د لوړو زده کړو وزیر د خپلو خبرو په دوام وویل، چې افغانستان همېشه د نورو له یرغل سره مخ شوی او زیان یې لیدلی دی، خو د ا.ا.ا هیڅ وخت د نورو په کورنیو مسایلو کې مداخله نه ده کړې او له نورو هم توقع ده چې ورته عمل وکړي.

    په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزیر له ټولو غړو هېوادونو وغوښتل، چې له افغانستان سره په علمي ډګر کې د ګډو همکاریو هوکړې او تړونونه لاسلیک او عملي کړي، څو د طرفینو له تجربو او مهارتونو څخه ګټه پورته شي.

    دغه ناسته چې هر کال د فدراتیف روسیې په تاتارستان کې جوړيږي، پکې ۴۲ هېوادونه غړیتوب لري؛ د ناستې موخه د غړو هېوادونو تر منځ د ګډو علمي همکاریو ایجاد، په راتلونکي کې د ګډو اکاډمیکو پروګرامونو جوړول، د یو او بل له تجربو څخه ګټه اخیستل او په علمي ډګر کې د شته ستونزو پر وړاندې مبارزه ده.

    مخکینۍ مقالهد مالاوي مرستیال ولسمشر د ۹ نورو کسانو سره د طیارې په غورځېدو پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی
    راتلونکي مقاله په بامیان ولایت کې وروستي برید کوم منفي اغیز نه درلود/ افغانستان ته بهرني سیلانیان ورځ تر بلې زیاتېږي

    مربوطه لیکنې

    ملا عبدالغني برادر او د ترکمنستان ولسمشر په افغان خاوره کې د ټاپي پروژې له چارو لیدنه وکړه

    20 اکتوبر 2025

    کابل کې د اریا ښارګوټي څه باندې ۱۸ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

    20 اکتوبر 2025

    راستنېدونکو کډوالو ته د څه باندې يو ميليون ډالرو په ارزښت نورې مرستې رسول کېږي

    20 اکتوبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    Blog 21 اکتوبر 2025

    هندوستان کابل کې خپله ډیپلوماتیکه استازولي د سفارت کچې ته لوړه کړه

    د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې کابل کې یې خپله ډیپلوماتیکه استازولي…

    اسرائيل له سخت اقتصادي او سمندري بحران سره مخ دی

    21 اکتوبر 2025

    د روسیې د بهرنيو استخباراتو د ادارې مشر سرګئي ناريشکن: ناټو د روسیې پر وړاندې د جګړې لپاره په بشپړ چمتووالي بوخته ده

    21 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    هندوستان کابل کې خپله ډیپلوماتیکه استازولي د سفارت کچې ته لوړه کړه

    21 اکتوبر 2025

    اسرائيل له سخت اقتصادي او سمندري بحران سره مخ دی

    21 اکتوبر 2025

    د روسیې د بهرنيو استخباراتو د ادارې مشر سرګئي ناريشکن: ناټو د روسیې پر وړاندې د جګړې لپاره په بشپړ چمتووالي بوخته ده

    21 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،067 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،002 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،054 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.