عدلیې وزارت وايي په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۲۰ زره او ۴۰۰ جریبه دولتي ځمکه دولتي تثبيت شوې او له غصب راګرځول شوې ده.
د یاد وزارت د وياند په وينا، بېرته راګرځول شوې ځمکې د خوست، نيمروز، پنجشېر، بادغيس، ميدان وردګ او باميان ولايتونو په ګډون د هېواد په ١٣ ولايتونو کې دي او د بېرته راګرځول شویو ځمکو ډېره برخه هم په باميان کې ثبت شوې ده.
د عدليې وزارت په وینا، په تېره يوه مياشت کې د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيکي کمېټو د هېواد په ۲۴ ولايتونو کې څه باندې دوه لکه درې پنځوس زره او پنځه سوه یو دیرش جريبه دولتي ځمکه تثبیت کړې ده.