Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»غزني کې د ځايي خلکو په مالي مرسته یو ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي
    افغانستان

    غزني کې د ځايي خلکو په مالي مرسته یو ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي

    عمران آغاعمران آغا2 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د غزني د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په خواجه‌عمري ولسوالۍ کې د ځايي خلکو په مالي مرسته یو ښوونځی جوړېږي.

    د غزني د پوهنې رئیس نصیر احمد حسیني وايي، د یاد ښوونځي د جوړېدو چارې ۱۵ کاله مخکې پیل شوې وې.

    د ده په خبره، د سلطان مسعود په نامه د یاد ښوونځي کارونه د ۱۵کلونو ځنډ وروسته پیل شول.

    یاد ښونځی چې ۱۵ کاله وړاندې ورته بودیجه منظور شوې وه یوازې ٣٠ سلنه چارې یې بشپړې شوې وې. له هغې وروسته یې چارې درېدلې وې چې د ځایي خلکو په مالي ملاتړ د یاد ښوونځي چارې بیا پیل شوې.

    دی وايي، د سلطان مسعود ښوونځی به ١٦ درسي خونې، یوه اداري خونه، د لوبو لپاره یو ځانگړی لوبغالی او د اوبو لپاره مجهز سیستم ولري، چې د سږ کال په اوږدو کې به یې چارې بشپړې شي او گټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

    د دغه ښوونځي په جوړېد سره به د زده‌کوونکو گڼ‌شمېر ستونزې حل شي، چې شاوخوا ۷۰۰ زده‌کوونکو ته پکې د زده‌کړو زمینه برابره شي.

    حسیني زیاتوي، په دغه ښوونځي ۷ مېلیونه افغانۍ لگښت راځي، چې د سیمې ځايي خلکو یاد لگښت ته اوږه ورکړې ده.

    د غزني د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، سږ او پروسږکال په دغه ولایت کې د پوهنې وزارت او د همکارو موسسو په مالي ملاتړ ۵۰ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې او سږ کال هم د ۵۰ ښوونځیو ودانیو جوړول په پام کې لري.

    مخکینۍ مقالهروس او چین د غرب پر وړاندې
    راتلونکي مقاله د بې‌کارۍ سره مبارزه؛ کار او ټولنیزو چارو وزارت د ۲۶۱مېلیونه افغانیو په ارزښت ۸ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي

    مربوطه لیکنې

    پاکستاني رژيم ته د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د مناسب او حساب شوي ځواب په تمه شئ

    22 فبروري 2026

    ننګرهار کې له ۶۰ کلن سپين ږيري سره د يوې اته کلنې انجلۍ د نکاح مخه نيول شوې

    18 فبروري 2026

    امنيتي ځواکونو د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۴۴ تنه نيولي

    12 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 22 فبروري 2026

    مبهم دریځونه او ښکاره تړاوونه؛ سیاسي ډلې د ازموینې په ډګر کې

    پاکستان په دې وروستیو کې له سختې امنیتي، اقتصادي او سیاسي بې ثباتۍ سره مخ…

    پخوانی پاکستانی پوځي افسر، عادل راجا: پاکستاني رژیم افغانستان ته د استول شویو وسلو پر نیول کېدو، د شرم پر ځای پر معصومو افغانانو هوایي بریدونه وکړل

    22 فبروري 2026

    پاکستاني رژيم ته د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د مناسب او حساب شوي ځواب په تمه شئ

    22 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مبهم دریځونه او ښکاره تړاوونه؛ سیاسي ډلې د ازموینې په ډګر کې

    22 فبروري 2026

    پخوانی پاکستانی پوځي افسر، عادل راجا: پاکستاني رژیم افغانستان ته د استول شویو وسلو پر نیول کېدو، د شرم پر ځای پر معصومو افغانانو هوایي بریدونه وکړل

    22 فبروري 2026

    پاکستاني رژيم ته د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د مناسب او حساب شوي ځواب په تمه شئ

    22 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،106 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،060 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،119 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.