Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»لندن کې د اسلام آباد ناستې دویم پړاو؛ د مخالفینو پر تندي د اجیرۍ تازه مهر
    لیکني

    لندن کې د اسلام آباد ناستې دویم پړاو؛ د مخالفینو پر تندي د اجیرۍ تازه مهر

    عمران آغاعمران آغا26 مارچ 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په لندن کې د اسلام ‌آباد کنفرانس دویم پړاو ناسته چې تر یو پوښښي نوم لاندې د پاکستان له استازو سره د افغانستان د معضلاتو د حل په بهانه ترسره شوه، په حقیقت کې د افغان حکومت د هغو مخالفینو پر تندي د غلامۍ د تائید یو بل مهر و، چې د خپل هېواد پر ځای یې د پردیو، په تېره بیا د آی‌ایس‌آی غېږې ته پناه وړې ده. دا چې دا کسان په لندن کې د یوه استخباراتي بنسټ تر نامه لاندې د یوې قاچاقبرې په مشرۍ راټول شوي، یوازې یو تاکتیکي بدلون دی ترڅو د پاکستان مستقیمې مداخلې ته یو «نړیوال او مدني» رنګ ورکړي. د دې ناستې تنظیموونکي او مادي تمویل کوونکي په ډاګه کوي چې د دغو څېرو اصلي ماموریت د افغانستان د اسلامي او ملي ګټو پر ځای، په راولپنډۍ کې د مېشتې پوځي کړۍ د ګټو خوندي کول دي.

    د دې استخباراتي ناستې تر شا تر ټولو د شرم وړ خبره دا ده چې ګډونوال یې په لندن کې له هغو پاکستاني استازو سره په «وحدت او اعتماد» یا دې ته ورته نومونو باندې غونډې کوي چې یوازې د ګوتو په شمار ورځې وړاندې یې په کابل کې د معتادینو پر یوه مرکز بمبارد وکړ او شاوخوا ۴۰۰ ملکي هېوادوال یې په شهادت ورسول. د تعجب ځای دا دی چې د مخالفینو په نوم دغو کړیو نه یوازې دا چې د دغه وحشت غندنه ونه کړه، بلکې په بې ‌شرمۍ سره یې د پاکستان د بمبارد دفاع وکړه او د توجیهاتو په لټولو سره یې ثابته کړه چې د دوی وفاداري له افغان ملت سره نه، بلکې له خپلو بهرنیو بادارانو سره ده.

    د دې غونډې ټول مادي لګښتونه، د الوتکو ټکټونه او په هوټلونو کې د استوګنې پیسې د هغو ادرسونو له خوا ورکړل شوي چې د تېرو څلوېښتو کلونو په جګړو او د افغانستان په ورانولو کې لومړۍ درجه لاس لري. دا چې دغه کسان د سیاسي حل په بهانه راټول شوي، په حقیقت کې د پاکستان د هغو شومو پلانونو د تطبیق لپاره بحثونه کوي چې هدف یې په افغانستان کې یو ځل بیا د ملوک ‌الطوایفي او کورنیو جګړو احیاء کول دي. دوی د هغو طرحو مدافعین دي چې غواړي افغانستان د تل لپاره یو محتاج او په ګاونډیو پورې تړلی هېواد پاتې شي.

    د لندن په ناسته کې د فدرالیزم او افغانستان د تجزیې د بحثونو راپورته کولو دا ثابته کړل چې دا ډلې له افغاني هویت منکرې دي او د هېوادنیو ګټو او علیا مصالحو د ماتولو لپاره د پردیو استخباراتو د فشار د وسیلې په توګه کارول کېږي. دوی د بشري ارزښتونو تر پوښښ لاندې خپلې استخباراتي موخې پټوي، خو په حقیقت کې یې مشري د هغو کسانو په لاس کې ده چې په تېر کې یې هم خپله بې‌ کفایتي او له پردیو سره معامله‌ګري ثابته کړې ده. په ناسته کې د رښتینو ولسي استازو نشتوالی دا په ډاګه کوي چې دا یوازې د یوې خاصې او ازمویل شوې ډلې هڅه ده چې غواړي د پردیو په ملاتړ واک ته ورسېږي.

    تاریخ ثابته کړې چې هر هغه تحرک چې د سیمې د هېوادونو د استخباراتي لومو په غېږ کې زیږېدلی وي، پایله یې یوازې ملت ته بدبختي راوړل او د هېواد ورانول وي. د «پاکستان ډې» یا د پاکستان د بنسټ اېښودلو له ورځې(مارچ ۲۳مې) یوازې یوه ورځ وروسته د دغې ناستې تنظیمول یو ښکاره پیغام لري، چې اسلام ‌آباد لا هم د افغانستان په کورنیو چارو کې د مداخلې نوی فصل پیل کړی دی او غواړي وښيي چې د لومړۍ ناستې په دیارلس زره کلدارو او یو جوړ کالیو یې څومره مطیع اجیران پیدا کړي دي. افغان ولس نور پر هغو څېرو باور نه شي کولای چې د پردیو په پیسو په بهرنیو پلازمېنو کې د هېواد پر سر معاملې کوي او له هغه ادرس څخه دستور اخلي چې د افغان ولس د ټولو ناورینونو اصلي عامل دی.

    د لندن ناستې د ټولو لپاره د دوستانو او دښمنانو ترمنځ کرښه په بشپړ ډول روښانه کړه. د افغانستان د بقا او خپلواکۍ یوازینۍ لاره د هېواد په دننه کې د شته ستونزو حل او د ملي یووالي ساتنه ده، نه د پردیو په غېږ کې د نویو دسیسو او تپل شویو جګړو پلانول. هغه څوک چې نن په لندن کې د افغانستان پر برخلیک او د ملکي وګړو پر وینه معامله کوي او د دښمن د بمبارد دفاع کوي، د تاریخ په تورو پاڼو کې به د تل لپاره د پردیو د «وفادارو مزدورانو» په توګه ثبت شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهملا محمد حسن اخند د مالیزیا له لومړي وزیر سره د سیمې پر وروستیو تحولاتو غږېدلی
    راتلونکي مقاله پاکستاني طالبانو خیبر پښتونخوا کې څلور پاکستاني عسکر هلاکت کړي

    مربوطه لیکنې

    پاکستان ته ګواښونه ولې او له کوم ځایه راجع دي؟

    15 اپریل 2026

    پاکستان؛ د وسلو د تولید او سوداګرۍ منظم مرکز او د سیمې لپاره ګواښ

    14 اپریل 2026

    پاکستان له کومو ګواښونو سره مخ دی؟

    14 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 15 اپریل 2026

    ایراني استخباراتو د دغه هېواد شپږو ولایتونو کې ۳۵ تنه د ترهګرۍ په تور نیولي

    د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد استخباراتو په شپږو ولایتونو…

    د القاعدې پوځي څانګې سومالیا او بورکینافاسو کې پر حکومتي ملېشو بریدونه کړي

    15 اپریل 2026

    ‏ترکمنستان کې افغان سفیر د دې هېواد د نړيوال توريزم نندارتون کې ګډون کړی

    15 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ایراني استخباراتو د دغه هېواد شپږو ولایتونو کې ۳۵ تنه د ترهګرۍ په تور نیولي

    15 اپریل 2026

    د القاعدې پوځي څانګې سومالیا او بورکینافاسو کې پر حکومتي ملېشو بریدونه کړي

    15 اپریل 2026

    ‏ترکمنستان کې افغان سفیر د دې هېواد د نړيوال توريزم نندارتون کې ګډون کړی

    15 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،141 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،091 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،177 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.