خبر:
واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې په افغانستان کې د اسلامي اصولو او شریعت پر بنسټ جوړ شوي قانون په اړه په خپل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ډېری خلک له دې کبله پښېمانه دي چې ولې یې د ښځو د حقونو ننګه نه ده کړې.
یادې ورځپاڼې له ځینو نامعلومو کسانو سره د مرکو په ترڅ کې ویلي چې دغه مرکه کوونکي کسان د امر بالمعروف وزارت له خوا جوړ شوي نوي قانون څخه خوښ نه دي او په خبره یې، که دوی د طالبانو له خوا د پلې کېدونکو قوانینو پر وړاندې درېدلي وای، اوس به وضعیت بل ډول وو.
یادې ورځپاڼې دغه راز ویلي چې د امر بالمعروف د تازه قوانینو له توشیح کېدلو راهیسې ګواکې ۷۰ سلنه د ټکسي چلوونکو کاروبار هم زیانمن شوی دی.
دغې ورځپاڼې زیاته کړې، چې د امر بالمعروف له نویو قوانینو دولتي کسان هم خوښ نه دي او په خبره یې دوی اړ دي چې په زوره دا قوانین ومني او ږیرې پرېږدي.
تبصره:
په افغانستان کې څه موده وړاندې د اسلامي شریعت پر اساس د ټولنیز ژوند د چارو د تنظیم لپاره قانون جوړ شو؛ دا قانون چې د افغانستان سلګونو او زرګونو مطرح او مشهورو دیني علماوو پرې ډېره موده کار کړی وو، څه موده وړاندې توشیح او عملاً د تطبیق لپاره چمتو شو.
د دغه قانون له توشیح کېدلو سره سم، ډېرو غربي هېوادونو او بنسټونو او دغه راز د ډيموکراسۍ په ارزښتونو سمبال کسانو او ادارو ډول ډول غبرګونونه وښودل، چا وغانده او چا دا د شاتګ نښه وبلله او چا یو څه او چا بل څه وویل.
که څه هم افغان دولت په دې اړه خپل وضاحت ورکړ، دا قانون یې د اسلامي او افغانانو پر ارزښتونو ولاړ وباله، خو له بده مرغه یو شمېر مغرضو هېوادونو او بنسټونو او افرادو پرې نیوکې وکړې.
په افغانستان کې د اسلامي قوانینو او شریعت پلي کېدل، د نږدې ۹۹.۹۹ سلنه افغانانو غوښتنه ده، دوی د دغو قوانینو او ارزښتونو د پلي کېدلو، دفاع او ساتنې لپاره خورا ډېرې مبارزې کړي؛ د اسلامي ارزښتونو په مقابل کې د بل هر ډول شرقي او غربي ارزښتونو پر وړاندې درېدلي او په دې لاره کې یې خپلې سینې سپر ګرځولې وې او لا هم هر ډول قربانۍ ته چمتو دي، خو غربي نړۍ، غربي بنسټونه او غربي رسنۍ په دې برخه کې لا هم خپله عقده په یو ډول او بل ډول پالي.
همدا اوس په غرب، اروپا او نورو ټولنو کې داسې قوانین پلي کېږي چې بشریت ترې کرکه لري، د بشر او ان نورو ژوندیو موجوداتو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی، له دا ډول ټولنو معنویت کډه بار کړې، د دغه ډول قوانینو له کبله هره ورځ سلګونه او ان زرګونه انسانان ځان وژنې کوي، جنسیتونه بدلوي، له حیواناتو او ان نورو موجوداتو سره ودونه کوي او بالاخره هغه څه کوي چې له انساني فطرت سره په ښکاره ټکر کې دي، خو یوه ورځ یې چا په اړه غږ پورته نه کړ؛ که څوک پرې نیوکه هم وکړي بیا وايي تاسې د نورو ازادۍ سلبوئ او د نورو په چارو کې مداخله کوئ.
خو په افغانستان کې چې سپین محمدي قانون پلی کېږي، هغه قانون چې بشریت ته یې زېری راوړ، هغه قانون چې انسان یې د انسانیت چوکاټ ته برابر کړ، هغه قانون چې د ټولو د ژوند او حقونو د خوندیتوب ضمه پر غاړه لري، میلیاردونه پیروان لري، نن یې په اسلامي ټولنه کې پلي کېدل غندل کېږي.
دا که نفرت نه وي، نو څه دی؟ دا که زموږ د مقدساتو سپکاوی نه وي، نو څه دی؟ دا که زموږ په چارو کې مداخله نه وي، نو څه ده؟ موږ هر هغه څه غواړو چې زموږ دین، عقیده او ارزښتونه یې راته وايي، نو نړۍ ولې باید ځان ته ددې حق ورکړي چې په دې اړوند پر موږ نیوکې وکړي؟! دا جدي پوښتنې دي، لومړی یې دوی باید له ځانه وکړي او بیا یې موږ ترې وکړو.
له غرب او غربي ارزښتونو سره د ټکر موضوع نوې نه ده، بلکې په دې مبارزه کې پېړۍ تېرې شوې دي، خو خبره د هغو کسانو ده چې ځانونه مسلمان بولي او بیا هم د غرب تر تاثیر لاندې راځي؛ دوی باید لومړی غربي ارزښتونه مطالعه کړي، هلته یې د تطبیق پایلې وګوري او د دوی د تېر ژوند په اړه ولولي، بیا به هرڅه ورته روښانه شي.
د دې ترڅنګ خلک او هېوادوال هم باید د واشنګټن پوست په څېر د غربي تبلیغاتو د لویو ادرسونو د زهرجنو تبلیغاتو په اړه وپوهېږي، دوی په ټولنو کې زهر تولیدوي، دوی ټولنې سره وېشي او د تباهۍ او بربادۍ لور ته یې بیایي؛ حکومت هم باید د داسې او دېته ورته تبلیغاتو مخه ونیسي.
دوی ته په دې شرط اجازه ورکړي چې زموږ او زموږ له ارزښتونو سره په تقابل کې واقع نه شي؛ په عامه اصطلاح دا ډول رسنۍ باید له ځان څخه د لستوڼي ماران جوړ نه کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.