د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې نورالدین عزیزي، د ایران د درملو تولید لويو شرکتونو له مسوولینو سره، افغانستان ته د باکیفیته درملو د واردولو او د بېکیفیته او تقلبي درملو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د ایراني شرکتونو مسوولینو هم په افغانستان کې د خپلو شرکتونو د څانګو پرانیستلو او د خامو کیمیاوي موادو پر تولید چمتووالی ښودلی دی.
همدا رنګه د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر، د يادو شرکتونو د پروګرامونو هرکلی کړی او ويلي يې دي چې اوسمهال افغانستان ته د باکیفیته درملو پر وارداتو هېڅ ډول محدودیت او بندیز نشته او له هغوی څخه یې غوښتي دي چې راشي او په افغانستان کې دې پانګونه وکړي.