زلمی خليلزاد د ټرمپ په تېره اداره کې د طالبانو او امريکا تر منځ په مذاکراتو کې د امريکا د ځانګړي استازي په توګه مهم رول درلود، هغه په افغانستان کې د طالبانو او امريکا تر منځ د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې له هڅو سره سره د تېر پرځېدلي جمهوريت د ډیرو چارواکو او سياسيونو له سختو نيوکو سره مخ دی.
يو له دغو منتقدينو څخه د ملي مقاومت په نوم شوری ده چې اصلي لوبغاړي يې دوستم، قانوني، سیاف، عطا محمد نور، احمد مسعود، محقق او ځينې نورې هغه بدنامې څهرې دي چې په تېرو څو لسيزو کې يې د افغانستان لپاره له جګړې او بدبختيو پرته بل هيڅ مفاد نه درلود.
هندوکشغږ ته د رسېدلو معلوماتو په اساس، په تېرو څو ورځو کې د شوری په خپل منځي مجالسو کې په دې اړه ډير بحثونه ترسره شول او دوام لري چې څنګه د ټرمپ ټيم او دفتر ته د خليلزاد په اړه خپل پيغام يا په عامه اصطلاح شيطانت ورسوي.
د هندوکشغږ د معلوماتو په اساس، دوی زلمي خليلزاد ته د شيطان خطاب کوي او په نورو مختلفو سپکو او کرکجنو الفاظو يې يادوي؛ دوی په خپلو مجالسو کې خليلزاد د جمهوريت د سقوط لامل بولي او هڅه کوي چې د افغانستان په مسئله کې خپل شرمونه او ناکامۍ خليلزاد ته توجيه کړي.
د هندوکشغږ د سرچينو په وينا، دوی څو ورځې وړاندې د امريکا په فلوريدا کې په يو تحقيقاتي مرکز کې د خليلزاد له تازه مرکې څخه سخت په انديښنه کې دي او غواړي د خپلو لابي ګرانو په توسط په امريکا کې د نوي ولسمشر ټرمپ ټيم ته د خليلزاد په اړه منفي او بد نظر ورکړي او هغه د افغانستان څخه د امريکا د شرموونکي خروج اصلي لامل ورته په ګوته کړي تر څو په راتلونکي کې يې له شر څخه ځان خلاص کړي.
د سرچينو په وينا، مقاومت شوری او د خیالي جبهو مشران له دې څخه سخت په ويره کې دي چې که خليلزاد يو ځل بيا د امريکا سیاست ته راستون شي نو د دوی لپاره به ډير په زيان تمام شي، ځکه خليلزاد د دې ناکامو څهرو او جنګي جنايت کارانو څخه ښه پيژندګلوي لري چې په دې سره به دوی هيڅکله د امريکا هغه حمايت ترلاسه نه کړي چې د ترلاسه کولو لپاره يې شپه او ورځ پر ځان يوه کړې ده.
د مقاومت شوری او نور فراري سياسيون د امريکا واک ته د ټرمپ په راتګ سره له سختو ناهيليو سره مخ دي او د خليلزاد د بيا راتګ انديښنو د دوی دا ناهيلي لا زياته کړې ده.
د يادونې وړ ده چې د کره معلوماتو په اساس د تېر پرځېدلي جمهوري حکومت پر مهال دې بانډ د امرالله صالح په همکارۍ په کابل کې د خليلزاد د ترور پلان هم جوړ کړی وو خو د ځينو لاملونو له امله ونه توانېدل.