د دفاع وزارت لوی درستیز وایي، چې د اسلامي امارت ځواکونه د هر یرغلګر هېواد د ځواب ویلو توان لري.
فصیح الدین فطرت بلخ کې د امنیتي ځواکونو د فراغت په مراسمو کې زیاتوي، چې اسلامي امارت توانېدلی مجهز پوځ وروزي او په خبره یې دا مهال هېواد یو پیاوړی ځواک لري.
د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت وايي: ” دغه اردو د دې وس لري چې له خپلې خاورې، افغانستانه دفاع وکړي او موږ باور لرو چې که بیا زموږ د هېواد ته څوک بد وګوري نو موږ داسې اردو لرو چې هغه سترګې ړندې کړو او په وسپنیز سوک یې له منځه یوسي.”
لوی درستيز دا خبرې د ۲۰۹ الفتح قول اردو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د فراغت پنځمه دوره کې چې شمېر يې ۸۰۰ تنو ته رسېده وکړې.
شمال کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو مسوولین وایي، چې د ځواکونو د روزلو دا لړۍ به دوام لري او راتلونکي کې به لا زیات سرتېري وروزل شي.