اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ويلي، چې په پاکستان کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ښاغلي سردار احمد شکیب په یاد هېواد کې د مالدیف له سفیر محمد‌‌ طه سره په لېدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي دي. 

د مالدیف سفیر له ښاغلي شکیب سره په لېدنه کې ویلي؛ چې مالدیف د یو مسلمان هېواد په توګه له افغانستان سره د پیاوړو او نږدې اړیکو غوښتونکی دی او هیله یې ښودلې، چې هېواد یې د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې ټینګې کړې. 

ورته مهال افغان سفیر په خپلو خبرو کې ویلي، چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره د رغنده اړیکو غوښتونکی دی.

ښاغلي شکیب د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست پر مټ غواړي افغانستان د سیمې د اتصال پر نقطې بدل کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version