Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه
    تورې څېرې

    مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه

    صابر افغانصابر افغان19 جون 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په سیمه کې د کړکېچونو په زیاتېدو سره، په ځانګړې توګه ایران – اسرائېل له وروستۍ جګړې سره، معلوماتو ښودلې، چې اسرائیل د خپلو نظامي او استخباراتي عملیاتو او تعرضونو لپاره پر یوه نوې لاره غور کړی. که څه هم پر ایران د برید پلان ښايي د میاشتو په موده کې جوړ شوی وي او له هغه مهاله یې د استخباراتي معلومات د راټولونې پر لارو، چارو غور کړی وي، خو دا مهال د «موساد» د استازو له خوا د نورو هېوادونو پر وګړو یا هم خپله ایرانیانو سربېره د افغانستان له تښتېدلو مخالفو ډلو سره د ایران د استخباراتي معلوماتو د راټولولو په موخه پټې اړیکې جوړې شوې دي او لیدنې کوي. دغه مخالفي ډلې، چې په کابل کې د جمهوري رژیم له پرځېدو وروسته له افغانستانه تښتیدلې دي، اوس د ایران ضد کړیو لپاره، د ایران په اړه د مهمو معلوماتو راټولولو او ترلاسه کولو یوه مهمه وسیله ګرځېدلې ده.

    باوري سرچینې، چې هندوکش غږ ته یې خبر ورکړی، وایي چې د موساد استازي په فرانسې او ترکیه کې د دغو مخالفو ډلو له مشرتابه او استخباراتي مسؤلینو سره پټې لیدنې ترسره کړې دي. دوی له دې ډلو غوښتنه کړې چې د ایران دننه د نفوذ له لارې د مهمو اشخاصو د ځای پر ځای کېدو، د هغوی د احتمالي بدلونونو او امنیتي وضعیت په اړه تازه معلومات راټول او بیا له موساد سره شریک کړي. د دې عملیاتو هدف د ایران د امنیتي جوړښتونو، اټومي تأسیساتو او مهمو مشرانو د موقعیتونو ژوره او نږدې څېړنه او د اسرائیلو د احتمالي بریدونو لپاره د دقیقو معلوماتو برابرول دي.

    له دې لیدنو وروسته، د افغانستان د مخالفو ډلو ځینو مشرانو د ایران له امنیتي چارواکو او د سپاه پاسداران یو شمېر مهمو افرادو ته د همکارۍ وړاندیزونه هم کړي، تر څو د ځانونو لپاره د باور وړ تصویر وړاندې کړي او د ایران په امنیتي بنسټونو کې خپلې اړیکې او نفوذ پراخ کړي. دغه کړنو ثابته کړه چې مخالفي ډلې د استخباراتي اهدافو لپاره د خپلو موقفونو په بدلولو کې چټک دي، دوی د خپلو شخصي ګټو لپاره حتی د اسرائیل په ګټه دریځ هم نیسي او په خورا خلاص تندي یې واک ته د ستنولو په موخه هر چیرته خدمت کوي.

    د امریکا او لویدیځ د ځینو استخباراتي ادارو استازو هم څه موده وړاندې د ایران په اړه د معلوماتو راټولولو لپاره د مقاومت شوری له مشرانو سره په ترکیه کې پټې خبرې اترې کړې وې، چې بیا د استخباراتي همکاریو په بدل کې ځینې امتیازات ورکړل شول؛ یو خوا دا ښيي چې لویدیځ هېوادونه هم په دې برخه کې د نفوذ د زیاتولو هڅه کوي او بل خوا ښيي چې د مقاومت شوری او مقاومت جبهې په شمول نورې مخالفي ډلې هم له ایران سره خیانت کوي او هلته دغه ډلو ته د دفترونو او نورو امکاناتو ورکول د ایران د ملي امنیت لپاره په یو ننګونه بدلیږي.

    په دې وروستیو کې د افغانستان د مخالفو ډلو، په ځانګړې توګه د مقاومت شوری ځینو مشرانو د مهاجرینو د ستونزو حل کولو په نوم ایران ته هم سفر وکړ، په واقعیت کې یې هلته له لوړپوړو چارواکو او د سپاه پاسداران له مرکزونو څخه لیدنې کړې دي او د اړتیا تر کچې استخباراتي معلومات یې ټول کړي دي. همدا راز له موساد سره د استخباراتي همکارۍ بهیر اوس په عمل کې لا نور هم پیاوړی شوی دی او لرې نه ده چې مخالفو ډلو دې په ایران کې د مهمو اهدافو په نښه کولو، جاسوسي او نورو ګواښوونکو فعالیتونو کې ونډه نه وي اخیستې.

    د هندوکش غږ د همدې معلوماتو په تعقیب، تازه په ایران کې پولیسو د مقاومت جبهې یو رسنیز فعال له موساد سره د همکارۍ او جاسوسۍ په تړاو نیولی دی، له نوموړي سره په ګرځنده ټلیفون کې د ډرون او بمب جوړولو اړوند فایلونه هم موندل شوي، چې د ایران په روانه جګړه کې یې استفاده ترې کوله.

    په ټوله کې، د افغانستان له تښتېدلو مخالفینو سره د اسرائیل او لویدیځ د استخباراتي ادارو اړیکې د ایران په وړاندې د استخباراتي جګړې نوې څپه هم بللی شو، هڅه کېږي چې د مقاومت جبهې، مقاومت شوری او نورو مخالفو ډلو څخه په استفاده په ایران کې کړکېچونه رامنځ ته او لا ژور کړي. دا وضعیت نه تنها د ایران او سیمې امنیت ته ګواښ دی، بلکې په نړۍواله کچه د دغسې نیابتي ډلو استفاده د نړۍ امنیت ته هم ګواښ جوړېدلای شي. ایران ته پکار ده چې له مخالفو ډلو سره پر ټولو اړیکو او همکاریو له سره غور وکړي او پر وخت د هر راز ګواښونو مخنیوی وکړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهله ايرانه پر اسرائيلو د توغنديزو او ډرون بريدونو ۱۵مه څپه پيل شوه
    راتلونکي مقاله ټرمپ په راتلونکو دوه اوونيو کې پرېکړه کوي چې پر ايران بريد وکړي که نه

    مربوطه لیکنې

    له راستنو شویو کډوالو سره د چلند په اړه ړندې او بې ځایه نیوکې

    24 جولای 2025

    د پرمختګ شعوري دښمنان؛ بهر مېشتي مخالفین څه غواړي؟

    23 جولای 2025

    د امریکا د بیا ځلې یرغل لپاره لابي کوونکي؛ ايا په رښتيا هم د هېواد د خیر غوښتونکي دي؟

    23 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 30 جولای 2025

    کابل کې د هېواد په کچه د مميزو د پروسس تر ټولو ستره کارخونه پرانيستل شوه

    د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د کابل ولایت، استالف…

    تېر کال تر دوه میلیونه ډېر افغانان هېواد ته راستانه شوي

    30 جولای 2025

    د افغانستان لپاره د پيوستون کمېټې‌ له دوه کلن ځنډ وروسته بېرته خپل فعاليت پيل کړ

    30 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    کابل کې د هېواد په کچه د مميزو د پروسس تر ټولو ستره کارخونه پرانيستل شوه

    30 جولای 2025

    تېر کال تر دوه میلیونه ډېر افغانان هېواد ته راستانه شوي

    30 جولای 2025

    د افغانستان لپاره د پيوستون کمېټې‌ له دوه کلن ځنډ وروسته بېرته خپل فعاليت پيل کړ

    30 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،992 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،930 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،934 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.