Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د مقاومت جبهې هېواد پلورونکي غړي او پلویان
    تورې څېرې

    د مقاومت جبهې هېواد پلورونکي غړي او پلویان

    عمران آغاعمران آغا13 مارچ 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا خپله کرغېړنه څېره وښودله او د ټولو نړیوالو اصولو او ګاونډیتوب د حقونو په خلاف یې په پکتیکا، پکتیا، کابل او کندهار کې پر بې ګناه هېوادوالو بریدونه وکړل. دا هوايي بمبارۍ، چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون عامو خلکو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې، ثابتوي چې دغه رژیم د افغانستان د ثبات او د افغانانو د ارام ژوند دایمي دښمن دی. د استوګنې پر کورونو او ملکي اهدافو بریدونه یوازې یو بزدلانه عمل نه دی، بلکې د هغې ژورې کینې نښه هم ده چې دغه پوځي رژیم یې د یو خپلواک افغانستان په وړاندې لري.

    په داسې حال کې چې د هېواد پر هوايي حریم تېری شوی، افغان لوري په مېړانه او د حق په دفاع کې خپل مشروع انتقامي عملیات ترسره کړي، چې لا هم جریان لري؛ تازه په کوهاټ کې د پاکستاني پوځ یو مهم اکمالاتي مرکز د ډرون الوتکو په واسطه په نښه شوی. دا ځوابي برید د هېواد د ملي ګټو او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع یوه برخه ده، چې نړۍ ته ښيي د افغانستان خاوره بې څښتنه نه ده او هر تېری کوونکی به د خپلو کړنو سخت تاوان پرې کوي.

    خو په تاریخ کې به د افغان حکومت د مخالفینو تر ټولو شرموونکې پاڼه دا وي چې د احمد مسعود په مشرۍ د تش په نامه «مقاومت جبهې» پلویانو د خپل ملت او خاورې پر ځای، د دښمن طرف نیولی دی. دوی په خپلو دریځونو کې د پاکستاني تېري ستاینه کړې او د هغو بمباریو ملاتړ یې کړی چې قربانیان یې د ماشومانو په شمول ملکي وګړي دي. دا ډول چلند په ډاګه کوي چې دغه ډله نه اسلامي او ملي ارزښتونو ته وفاداره ده او نه هم د افغانستان د خلکو د خیر غوښتونکې ده، بلکې یوازې د خپلو شخصي او سیاسي ګټو لپاره د پردیو استخباراتي لوبې او اهداف پر مخ وړي.

    د مقاومت ډلې پلویانو د پاکستان له تېریو په ملاتړ ثابته کړه چې دوی اوس د واک ترلاسه کولو لپاره د پاکستاني پوځ خاصې کړۍ ته تمه لري او وروستۍ هیله یې همدوی ته ده. د دښمن د بریدونو ستاینه کول د ملت په سینه کې د خنجر وهلو معنی لري او دا لویه جفا به د افغانستان په تاریخ کې د ملي خیانت په توګه ثبت شي. کله چې یو بهرنی لوری د هېواد پر حریم تېری کوي، هلته باید داخلي مخالفتونه هېڅ ارزښت ونلري، بلکې هلته یوازې له دې پاکې خاورې دفاع مطرح وي، خو د مقاومت ډلې مزدور پلویان دا ټول له پامه غورځوي.

    هغه څوک چې د پاکستان د هر راز تېري ملاتړ کوي، باید پوه شي چې تاریخ د پلورل شویو څېرو په حق کې رحم نه کوي. افغان ملت تل خپل اصلي دوستان او دښمنان په همدغسې حساسو وختونو کې پېژندلي دي. د مقاومت جبهې دغه شرمېدلی موقف د هغوی د زوال پیل دی، ځکه چا چې خپله خاوره پر پردیو وپلورله، هغوی د ملت په زړونو کې هېڅ ځای نه لري. افغانستان به د خپلو مېړنیو بچیانو په مټ د هر اشغالګر او د هغوی د لاسپوڅو په وړاندې سرلوړی وي.

    مخکینۍ مقالهد پاکستاني پوځي رژیم د ناکامۍ روڼ انځور
    راتلونکي مقاله پخوانی امریکایي ډیپلوماټ زلمی خلیلزاد: اسلام‌اباد باید سمه‌ لار غوره کړي که نه نو افغانان به خپل ځواب ورکړي، چې دا به وضعیت لا کړکېچن کړي

    مربوطه لیکنې

    د سوداګريزو تعرفو پر مټ د چين تسليمول؛ د ټرمپ هغه خوب او خيال چې رښتيا نه شو

    12 مې 2026

    محمد محقق؛ د پاکستاني ګټو سپین سترګی مبلغ

    9 اپریل 2026

    د وحدت ګوند او مقاومت شوری سیاسي کمېټې مشر، محمد محقق: ګران ورور عاصم منير او ټول پاکستان ته د امريکا او ايران تر منځ د اوربند هڅو د بريا مبارکي وایم

    8 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 10 جون 2026

    امريکا ته د عراقچي خبرداری؛ که غواړئ خوندي پاتې شئ، نو سيمه پرېږدئ

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، پر خپل هېواد د وروستیو بریدونو په…

    سپاه پاسداران په بحرين، کويټ او اردن کې امريکايي تاسيسات په نښه کړي

    10 جون 2026

    په افغانستان کې د جبهاتو د پسرلنیو عملیاتو په اړه د تبلیغاتي کمپاینونو حقیقت

    10 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امريکا ته د عراقچي خبرداری؛ که غواړئ خوندي پاتې شئ، نو سيمه پرېږدئ

    10 جون 2026

    سپاه پاسداران په بحرين، کويټ او اردن کې امريکايي تاسيسات په نښه کړي

    10 جون 2026

    په افغانستان کې د جبهاتو د پسرلنیو عملیاتو په اړه د تبلیغاتي کمپاینونو حقیقت

    10 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،165 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،103 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،210 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.