Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»نړۍ»مسیر ورځپاڼه: هندوستان دې د افغانستان په تړاو پر خپله بهرنۍ تگلاره له سره غور وکړي
    نړۍ

    مسیر ورځپاڼه: هندوستان دې د افغانستان په تړاو پر خپله بهرنۍ تگلاره له سره غور وکړي

    عمران آغاعمران آغا7 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې(مسیر) په خپله نننۍ سرلیکنه کې د افغانستان او هندوستان د اړیکو په ټپه درېدو په تړاو بحث کړی دی. یادې ورځپاڼې لیکلي، افغانستان کې له وروستیو سیاسي بدلونو وروسته، له هندوستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې تقریباً په ټپه ولاړې دي.: «دا حالت په داسې حال کې دی چې د دواړو هېوادونو تر منځ تېرو لسیزو کې ښې او د اعتماد وړ اړیکې موجودې وې. اوس مهال، افغان سرپرست حکومت له ټولې نړۍ، په ځانگړې توگه له گاونډیانو او هند سره رسمي اړیکې او تعاملات رغولو ته ډیر لېوال دی.»

    د سرلیکنې له مخې، د افغانستان او هندوستان اړیکې تل د سیمه‌ییز ثبات او پرمختگ لپاره مهمې بلل شوي دي. هندوستان د سیمې یو ځواکمن اقتصادي او سیاسي هېواد دی او له افغانستان سره ښې اړیکې د دواړو هېوادونو په گټه دي. په تېرو دوه نیمو لسیزو کې، گڼو افغان ځوانانو په هندوستان کې زده کړې کړې او په لکونو نور افغانان هندوستان ته د درملنې لپاره تللي دي.: «د افغانستان نوی سرپرست حکومت دا هڅه کوي چې په نړیواله کچه خپل دریځ او مشروعیت ټینگ کړي. په دې برخه کې د هند ملاتړ او همکاري ډېره مهمه ده. افغانان هیله لري چې هندوستان به ژر تر ژره له افغانستان سره خپلې اړیکې له سره پیل کړي او د تېر په څېر به د افغانستان له سرپرست حکومت او ملت سره ملگرتیا وکړي، ترڅو گډې گټې او راکړې ورکړې بیا هم دوام ومومي.»

    په سرلیکنه کې ویل شوي، له بلې خوا، هندوستان ته په کار ده چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو، خپل دریځ روښانه کړي او له نوي سرپرست حکومت سره په گډه کار وکړي. د افغانستان خلک او سرپرست حکومت دواړه دې ته چمتو دي چې له هند سره هر اړخیزې اړیکې ټینگې کړي. ځکه چې د افغانستان د پرمختگ او ثبات لپاره د نړیوالو همکاریو اړتیا شته او په دې لاره کې هندوستان کولای شي یو مهم رول ولوبوي.: «افغانان هیله لري چې هندوستان به د افغانستان په وړاندې خپلې پالیسۍ له سره وگوري او ژر تر ژره به له افغان سرپرست حکومت سره اړیکې بیا پيل کړي، ترڅو د دواړو هېوادونو تر منځ گډې گټې او راکړې ورکړې بیا هم فعاله شي او په دې توگه به د سیمې ثبات او پرمختگ هم تضمین کړي.»

    په سرلیکنه کې له هندي حکومت غوښتل شوي، چې له افغانستان سره د اړیکو په پیاوړتیا له سره غور وکړي، چې دغه چاره د دواړو هېوادونو په گټه ده.: «په اوس حال کې د افغانستان او هندوستان اړیکې یو ځل بیا د بیا کتنې او پیاوړتیا په مرحله کې دي. دواړه هېوادونه کولای شي له دې فرصته په گټه اخیستنې سره د خپلو خلکو لپاره یو ښه راتلونکی رامنځته کړي. هندوستان ته په کار ده چې د افغانستان سره خپلې اړیکې بیا ورغوي او په گډه د سیمې په پرمختگ کې خپل رغنده رول ولوبوي.»

    مخکینۍ مقالهکانونو وزارت: بهرنۍ کمپنۍ غواړي چې د طوطي میدان د گازو سیمه کې يو مېليارد ډالره پانگونه وکړي.
    راتلونکي مقاله ننگرهار کې ۷زره راستنو شوو کورنیو سره د ۵۵ مېلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې.

    مربوطه لیکنې

    د چین او امریکا د نایابه عناصرو سوداګریزه جګړه د بیا پیل له ګواښ سره مخ ده

    22 اگست 2026

    د انګلستان بودیجه د اټکل خلاف ۱.۸ میلیارد پونډه کسر سره مخ شوه

    22 اگست 2026

    د امریکا ملي پور له ۴۰ ټریلیون ډالرو واوښت

    20 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 22 اگست 2026

    جمعه خان فاتح او د غیرقانوني کړنو تر شا یې پراته واقعیتونه

    د ځینو سیمه ییزو څېرو ناڅاپي مخالفت چې له ناسمو شخصي انګېزو او غیر قانوني…

    په لبنان کې د اسرائیلي رژیم د بریدونو د قربانیانو شمېر ۸۹۱۵ تنو ته ورسېد

    22 اگست 2026

    په غزه کې له ۳۵۰ زرو ډېر ناروغان د درملو له کمښت سره مخ دي

    22 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    جمعه خان فاتح او د غیرقانوني کړنو تر شا یې پراته واقعیتونه

    22 اگست 2026

    په لبنان کې د اسرائیلي رژیم د بریدونو د قربانیانو شمېر ۸۹۱۵ تنو ته ورسېد

    22 اگست 2026

    په غزه کې له ۳۵۰ زرو ډېر ناروغان د درملو له کمښت سره مخ دي

    22 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،178 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،127 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،248 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.