افغانستان د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې نا ایستل شويو معدنونه پکې ډیر دي؛ د وروستیو پنځو لسیزو سیاسي بې ثباتیو او جګړو له امله افغان حکومتونه ونتوانېدل چې د افغانستان تر ځمکې لاندې شتمنۍ استخراج کړي؛ د افغانستان یو تر ځمکې لاندې مهمه شتمني د لوګر د مس عینک معدن دی چې نړیوال شهرت یې ترلاسه کړی دی.
په افغانستان کې د مسو درې لوی معدنونه شته؛ یو یې سرپل او بل یې غزني کې دی، خو د لوګر مس عینک یې تر ټولو لوی او مهم دی؛ دغه معدن په ۱۹۷۳ کال کې افغان ځمکپیژندونکو د روسي انجینرانو په همکارۍ کشف کړ.
په ۲۰۰۸ کال کې د تېر حکومت له لوري د چین له ایم سي سي شرکت سره د یاد معدن د استخراج تړون لاسلیک شو، خو تر اوسه یې د استخراج چارې د ځینو ستونزو له امله پیل نه شوې.
د تېر حکومت پر مهال له یوې خوا امنیتي ستونزې او له بلې خوا په مس عینک کې د تاریخي اثارو موجودیت او انتقال هغه څه وو چې د معدن د استخراج چارې یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې وې.
اوس چې د افغانستان اسلامي امارت له راتګ وروسته په افغانستان کې امنیت او ثبات منځته راغلي، نو د نورو اقتصادي کړنو تر څنګ د مس عینک د استخراج زمینه هم برابره شوې ده.
د معدنونو او صنایعو وزارت ویاند همایون افغان ویلي چې څو ورځو کې به د مس عینک چارې پیل شي؛ افغان زیاته کړې: چې چینایي شرکت به له تېر حکومت سره د شوي تړون پر بنسټ خپلې چارې پر مخ وړي.
مس عینک کې شاوخوا یوولس میلیونه ټنه مس موجود دي چې ټول قیمت یې پنځوس میلیارده ډالر اټکل شوی دی؛ د دغه معدن استخراج افغانستان په اقتصادي لحاظ بدلولی شي.په ۲۰۰۸ کال کې د شوي تړون پر بنسټ، چینایي شرکت به لومړي پړاو کې څه کم درې میلیارده ډالر او وروسته به پنځه میلیارده ډالر پانګونه کوي.
د افغانستان حکومت به هر کال ۴۰۰ میلیونه ډالر مالیه ترلاسه کوي چې دا لوی رقم دی؛ شرکت به اته سوه میلیونه ډالر د افغانستان حکومت ته د ضمانت په توګه ورکوي؛ تر پنځلس زره افغانان به مستقیم او غیر مستقیم په کار بوخت وي.
دغه راز، چینایي شرکت به له مس عینک معدن څخه تر تورخم او حیرتان بندرونو پورې د ریل پټلۍ غځوي، چې یو مهم تمځای به یې د بامیانو حاجیګګ هم وي، تر څو د معدن د استخراج له پاره د ډبرو سکاره را انتقال کړي؛ شرکت به په بامیانو کې ۴۰ میګا واټه بریښنا تولیدوي او د اوسیدو یو ښارګوټی به هم جوړوي چې لازمې اسانتیاوې به لري؛ تړون کې دا هم راغلي: که چېرته په معدن کې طلا موندل کېږي، نو هغه به تر افغانستان پورې اړه لري.
په ۲۰۰۸ کال کې دغه تړون د دیرش کلونو له پاره لاسلیک شوی و او تمه وه چې د تړون له لاسلیک پنځه کاله وروسته به عملاً د استخراج چارې پیل شي، خو د ستونزو له امله پیل نه شوې؛ خو اوس چې له څو کلن ځنډ وروسته د معدن چارې پیل کېږي، دا هم د افغانانو له پاره د خوشحالۍ لوی خبر دی.
د مس عینک کان د چارو له پیل سره به نړۍ ته د افغانستان یو مثبت تصویر وړاندې شي او نوره نړۍ به هم وهڅوي څو د افغانستان تر ځمکې لاندې معدنونو استخراج کې لیوالتیا وښیي.