د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیعالحق خالص په افغانستان کې د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره لیدلي.
په دې لیدنه کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې د وضعیت، د اقلیمي بدلون سره د مبارزې او د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون نړیوال کنفراس (COP-29) د څرنګوالي په تړاو خبرې شوي.
ښاغلي خالص د خپلو خبرو پر دوام ټینګار کړی، چې اقلیمي بدلون بشري موضوع ده، باید سیاسي ونه ګڼل شي.
ښاغلي خالص افغانستان کې د یوناما له مسؤلینو غوښتنه کړې چې د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې سره خپله همکاري جاري وساتي.
دغه راز دې لیدنه کې د یوناما مشرې ویلي، چې د (COP-29) نړیوال کنفرانس یو ارزښتمن فرصت دی او دا به د دې لپاره زمینه برابره کړي چې په راتلونکو نړیوالو غونډو کې افغان پلاوی ګډون وکړي.
همدا راز د یوناما مشرې ویلي؛ ژمن یو چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره ګډ کار وکړو او خپلو هڅو ته دوام ورکړو.