Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»معظم بیګ: اسراییلو زرګونه فلسطینیان وژلي، خو پاکستانی پوځ افغانان بمباروي
    افغانستان

    معظم بیګ: اسراییلو زرګونه فلسطینیان وژلي، خو پاکستانی پوځ افغانان بمباروي

    صابر افغانصابر افغان19 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د باګرام او ګونتانامو زندانونو مخکیني بندي معظم بیګ پر پاکستان سختې نیوکې کړي دي.

    پاکستاني الاصله برتانوي بیګ پر ایکس پاڼه لیکلي چې پاکستان له دوه لسیزو خپل ځان په امریکا پلورلی دی.

    د هغه په وینا، پاکستان د پاکستانیانو په ګډون د نړۍ سلګونه مسلمانان په پیښور، اسلام اباد، لاهور او کراچۍ کې وتښتول چې بیا په کندهار، باګرام او ګونتانامو کې د امریکا د شکنجې مرکزونو ته ولیږل شول، چیرته چې د قران بې حرمتي وشوه او پیروان یې د امریکایي پوځیانو له لوري سپک شول.

    نوموړی زیاتوي، پاکستان دا کړنې د انعام پیسو په بدل او له قانوني پروسې پرته ترسره کړې.

    بیګ چې په ۲۰۰۲ کال کې د پاکستان له لوري نیول شوی او امریکا ته سپارل شوی و وایي، پاکستانۍ عافیه صدیقي او د هغې ماشومان هم پاکستان پرې نه ښودل او ویې نیول.

    عافیه صدیقي اوس هم له امریکایانو سره بندي ده چې اسلامي امارت یې د خوشې کیدو هڅې کړي دي.

    بیګ وایي، پاکستان له هغو کړنو وروسته جبري ورکول (ګمشده ګي) پیل کړه او همدا رنګه یې وزیرستان کې د ډرون بریدونو او له محکمې پرته وژنو اجازه وکړه.

    هغه زیاتوي، د پاکستان پوځ د نړۍ له پیاوړو پوځونو څخه دی، خو یوازې له افغانانو سره جګړې ته لیږل کیږي.

    په داسې حال کې چې اسراییلو په فلسطین کې زرګونه کسان وژلي، خو پاکستانی پوځ د افغانانو په بمبارۍ خوشالیږي.

    بیګ په ۲۰۰۲ کال کې پاکستان نیولی و چې بیا په ۲۰۰۵ کال کې له ګونتانامو څخه خوشې شو.

    نوموړی انګلستان کې اوسیږي او موده وړاندې افغانستان ته هم راغلی و.

    مخکینۍ مقالهننگرهار کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منگولو ژغورل شوی
    راتلونکي مقاله د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د باران او واورې اورېدو اټکل شوی

    مربوطه لیکنې

    امنيتي ځواکونو کنړ کې يو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی

    5 جولای 2025

    مولوي نور جلال جلالي کابل کې د ترکیې له سفیر سره د روغتیایي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    4 جولای 2025

    روسیې اسلامي امارت په رسميت وپېژانده

    3 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 5 جولای 2025

    د نړۍوال مشروعیت پړاو؛ د مخالفینو ناهیلي غبرګونونه او پر فعالیتونو یې احتمالي اغېزې

    امنيتي ځواکونو کنړ کې يو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی

    5 جولای 2025

    حماس غزه کې د اوربند نوې طرحې ته مثبت ځواب ویلی

    5 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نړۍوال مشروعیت پړاو؛ د مخالفینو ناهیلي غبرګونونه او پر فعالیتونو یې احتمالي اغېزې

    5 جولای 2025

    امنيتي ځواکونو کنړ کې يو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی

    5 جولای 2025

    حماس غزه کې د اوربند نوې طرحې ته مثبت ځواب ویلی

    5 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،975 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،912 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،906 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.