شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر هرات ولایت کې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر، رشید مردوف سره کتلي.د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د کابینې غړو هم ګډون درلود.یاده لیدنه کې د کابل او تاشکند ترمنځ د ټاپي، ټاپ، د اوسپنې پټلۍ او برښنا پروژو په اړه خبرې شوې.د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، د ټاپي پروژې پيل د افغانستان، ترکمنستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته زمینه برابره کړې او په دې پروژه کې د سعودي عربستان دلتا انټرنېشنل کمپنۍ هم پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.ورته مهال د ترکمنستان مرستیال لومړي وزیر، له اسلامي امارت څخه مننه کړې چې د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره یې ښه زمینه برابره کړې او ویلي یې دي، چې د روان میلادي کال تر پایه به د دې پروژې کارونه د هرات ولایت تر مرکز پورې راورسېږي.
عرب اقتصادي سالاکار او سیاسي شنونکی، فواد کوثر: افغانستان له ۲۰۲۱ وروسته خپل بانکي نظام په تدریجي ډول له ربوي سیستم څخه پاک او اسلامي مالي سيستم ته واړوه14 اپریل 2026
افغان ځواکونو زابل کې پر فرضي کرښه په يوه دفاعي بريد کې د پاکستاني رژيم د پوځ تاسيسات له منځه وړي14 اپریل 2026