یو شمېر رسنیو خبر ورکړی، چې د قطر پلازمینې “دوحه” کې د ترسره کېدونکې ناستې لپاره افغان حکومت ته رسمي بلنه ورکړل شوې ده.

ټاکل شوې، چې دغه ناسته د جون له دېرشمې د جولای تر لومړۍ نېټې دوام وکړي.

ملګرو ملتونو کابل ته د یاد سازمان د سرمنشي د مرستیالې “روزمېري ډیکارلو” د سفر په پای کې اعلان کړی، چې له افغان حکومت څخه یې د دوحې په ناسته کې رسماً د ګډون غوښتنه کړې ده.

ملګرو ملتونو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د قطر پلازمېنې “دوحه” کې د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو د درېیمې ناستې هدف له افغانستان سره په ښه همغږي، منسجم او رغنده توګه د نړۍوال تعامل زیاتوالی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې کابل ته په سفر کې له بېلابېلو خواوو سره په بحثونو کې د افغانستان د شته ننګونو په اړه خبرې کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې دواړو لورو دا غوښتنه درلوده، چې هر ډول نړۍوال تعامل کې باید بشري، پراختیايي او اقتصادي ننګونو ته پاملرنه وشي.

بل لور بیا افغان حکومت د دوحې تېر کنفرانسونه د افغان حکومت له ګډون پرته نیمګړي بللي او ټینګار یې کړی، چې د دوی د شرایطو تر منلو وروسته به دغه غونډه کې ګډون وکړي.

څه موده وړاندې هم په دوحه کې د افغانستان په اړه ناسته تر سره شوې وه، چې افغان حکومت استازو په کې ګډون نه و کړی او ناسته هم بې پایلې پای ته رسېدلې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version