د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې اسلامي امارت د نورو هېوادونو پر ضد له هیڅ کومې بهرنۍ ډلې ملاتړ نه کوي. د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت سیاسي تګلاره د نه مداخلې او د نورو هیوادونو حاکمیت ته د درناوي په پر بنسټ ده.
ښاغلي فطرت د خبرو پر دوام ویلي چې، داسې شواهد لري چې ښيي داعش د پاکستان د حکومت په ملاتړ او اجازې فعالیت کوي. د ښاغلي فطرت په وینا، د دې ډلې د تمویل، تجهیز او ملاتړ مرکزونه په بلوچستان او د پاکستان په ځینو نورو سیمو کې دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د خبرو پر دوام ویلي چې، شواهد ښيي چې داعش د پاکستان له حکومت څخه د فعالیت اجازه ترلاسه کړې ده. د ښاغلي ټینګار کړی چې دا مسئله د اسلامي امارت تر څار لاندې ده او باید په نړیواله کچه ورته پاملرنه وشي.
فطرت په امنیتي چارو کې د افغانستان پر خپلواکۍ ټینګار کړی او ویلي دي، چې د پاکستان امنیتي وضعیت د دغه هېواد داخلي مسله ده او د افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري.