د رياست الوزرا سیاسي مرستيال مولوي عبدالکبير د کابل پوهنتون طب پوهنځي د فارغانو فراغتغونډې ته په خپلو خبرو کې د هېواد د روغتيا سکټور کې په بشپړو اصلاحاتو ټينګار کړی او زياته کړې یې ده چې افغانستان ځوانو کدرونو او ډاکټرانو ته ډېره اړتيا لري.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سیاسي مرستیال په خپلو خبرو کې له نړۍوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې له افغانستان سره خپلې مرستې پراخې او افغانانو ته د ښو روغتیایي خدماتو رسولو کې برخه واخلي.
خبرپاڼه زياتوي چې سياسي مرستيال وويل، د افغانستان روغتیايي سکتور د منفي تبلیغاتو، مافیايي کړیو او د روغتیايي مرکزونو د کمزوري ظرفیت له امله بې اعتباره شوی وو او ناروغان به د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادو ته تلل، خو د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې مافیايي کړۍ له منځه لاړې، اصلاحات رامنځته شول او کوښښ کېږي چې د روغتیايي خدماتو کیفیت هم لوړ شي.
د خبرپاڼې پر بنسټ د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په هېواد کې د باکیفیته روغتیايي خدماتو په عرضه کولو د ټینګار ترڅنګ وویل، ډاکټران او د روغتیا برخې پانګوال او سوداګر دې د افغانانو کمزوري اقتصادي وضعیت ته په کتو هيواد ته با کیفیته درمل را وارد کړي.