Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»نذیره کریمي ته د ټرمپ ځواب، د مخالفو جبهو او سیاسیونو هیلې هم له منځه یووړې
    تورې څېرې

    نذیره کریمي ته د ټرمپ ځواب، د مخالفو جبهو او سیاسیونو هیلې هم له منځه یووړې

    صابر افغانصابر افغان6 فبروري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ټرمپ او بنیامین نتنیاهو د خبري کنفرانس په جریان کې د یوې افغان ژورنالیستې نذیره کریمي یو ویډیو کلیپ په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپور شو؛ نوموړې په مکاره لهجه هڅه کول ټرمپ ته هېر شوی افغانستان یو ځل بیا ور په یاد کړي او د ژورو بدلونونو غوښتنه منعکس کړي، داسې چې بیا ځل په افغانستان کې د یرغلګرو په مشري جمهوري رژیم حاکم کړي، خو ټرمپ په خپل ځواب کې د نوموړې او ټولو هغه مخالفینو هیلې په اوبو لاهو کړې، چې د امریکا له خوا پر افغانستان د یو بل رژیم د تحمیلولو په پار یې لري.

    ټرمپ پر سټېج د کنفرانس پر مهال، په کنایوي ډول په لنډ تمسخر آمېزه ځواب، د افغانستان په اړه خپل ټول سیاست بیان کړ. هغه د افغانستان په اړه په پوښتنې د نه پوهېدلو عارفانه تجاهل وکړ او دا یې څرګنده کړه، چې د افغانستان مسایل د ټرمپ لپاره نور ارزښت نه لري؛ په اصل کې دا ځواب د مخالفو جبهو پر هیلو خاورې اړول وو.

    ټرمپ د خپل ځواب پر مهال وښودل، چې ګویا د ژورنالیستې په خبرو نه پوهېږي؛ په دې سره یې څرګنده کړه چې بهر مېشتي مخالفین یې شل کاله ازمویلي، نور نو هغوی ته غوږ نیول حماقت دی.

    نوموړي د ژورنالیستې ژړغوني غږ ته خوندوره لهجه وویل؛ په دې سره یې د تېر حکومت مشرانو او مخالفو جبهو مشرانو او غړو ته واضح کړل، چې ستاسې له فرياد او ځور نه خوند اخلم، ځکه تېر حکومت په افغانستان کې له ډیرو امکاناتو په شتون کې بیا هم د هیڅ یوې سیمې په ساتلو ونه توانېده، تر څو د امریکا ګټې حفظ کړي، نو اوس یې فریاد هم ځای نه نیسي.

    نذیره کریمي او نور ټولنیز فعالان د پوښتنې به ځواب کې په دې هم وپوهېدل، چې د مجازي نړۍ توده موضوع یې بالاخره حل کړه؛ بهر مېشتو او هغوی پورې تړلو ادرسونو ټرمپ ته هیله لرل چې بیا ځل به یې دوستي نوې شي، باور به پرې وکړي او افغانستان کې به یې د نظامي تسخیر له لارې حاکم کړي، خو د تبلیغاتو دغه څپه نسبتاً ضعیفه شوه.

    کریمي ته د ټرمپ ځواب د سرپرست حکومت د مخالفو جبهو پر مشرانو خورا دروند تمام شو، ځکه د اتکاء ادرس یې منفي ځواب ورکړ، له همدې امله یې نذیره کریمي تر توندو نیوکو لاندې ونیول او د خپل غم د کمولو لپاره یې نوموړې په نا مناسبو الفاظو مخاطب کړه.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ښځو په نومونو د مخالفینو د مستعارو ادرسونو او اکاونتونو ګرم بازار
    راتلونکي مقاله د ترکيې د پارلمان مشر: ټرمپ چې د غزې د تصرف خبره کوي نو د افغانستان او عراق درسونه دې هم نه هېروي

    مربوطه لیکنې

    له راستنو شویو کډوالو سره د چلند په اړه ړندې او بې ځایه نیوکې

    24 جولای 2025

    د پرمختګ شعوري دښمنان؛ بهر مېشتي مخالفین څه غواړي؟

    23 جولای 2025

    د امریکا د بیا ځلې یرغل لپاره لابي کوونکي؛ ايا په رښتيا هم د هېواد د خیر غوښتونکي دي؟

    23 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 30 جولای 2025

    د اسرائیلو پوځ: له حزب الله سره یې تر اوربند وروسته د دې ډلې ۲۳۰ غړي وژلي

    د صهیونیستي رژیم پوځ خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۴م کال د نومبر له اوربند راهیسې…

    د فلسطین پخوانی ولسمشر، نبیل عمرو: اسرائیلي پوځ د فلسطین پر لویدیځه غاړه مستقیم کنټرول لري

    30 جولای 2025

    سمنګان کې د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې پیل شوې

    30 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اسرائیلو پوځ: له حزب الله سره یې تر اوربند وروسته د دې ډلې ۲۳۰ غړي وژلي

    30 جولای 2025

    د فلسطین پخوانی ولسمشر، نبیل عمرو: اسرائیلي پوځ د فلسطین پر لویدیځه غاړه مستقیم کنټرول لري

    30 جولای 2025

    سمنګان کې د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې پیل شوې

    30 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،992 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،930 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،934 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.