Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د امریکا د بیا ځلې یرغل لپاره لابي کوونکي؛ ايا په رښتيا هم د هېواد د خیر غوښتونکي دي؟
    تورې څېرې

    د امریکا د بیا ځلې یرغل لپاره لابي کوونکي؛ ايا په رښتيا هم د هېواد د خیر غوښتونکي دي؟

    صابر افغانصابر افغان23 جولای 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په دې وروستیو کلونو کې د جمهوریت د ناکامو او تښتېدلو څهرو یوه ډله، د بې بنسټه او له حقیقت څخه لیرې ادعاوو په مټ، د ځینو سیمه‌ ییزو قدرتونو او خپلو پخوانیو ملاتړو لپاره لابیګرۍ ته مخه کړې ده. دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې د چین د نفوذ، د بشري حقونو د نقض او د ناقانونه وسله‌ والو ډلو د شتون په څېر مسایلو په مطرح کولو سره، نړۍ ته افغانستان د یوه بحراني، خطرناک او د سیمې د امنیت لپاره د یو ګواښوونکي هېواد په توګه ور وپېژني او له همدې لارې بهرنیو قدرتونو ته د سیاسي او پوځي مداخلې زمینه برابره کړي.

    خو اصلي پوښتنه دا ده: د دوی دا کړنې له هېواد سره د زړه سوي په موخه کېږي، که د شخصي ګټو او واک ته د بېرته رسېدو لپاره یې کوي؟

    که د دې کسانو سياسي مخینې ته یوه لنډه کتنه وکړو، معلومېږي چې د دوی اساسي اندېښنه د ولس ګټې نه، بلکې د خپلو شخصي ګټو خوندي کول او د واک بېرته ترلاسه کول دي. د «بُن» غونډه د دې خیانتونو یوه روښانه بېلګه ده؛ هغه ځای چې همدې خلکو د واک د ترلاسه کولو لپاره په پوره بې پروایۍ سره افغانستان د بهرنيو ځواکونو تر بمبارد لاندې کړ او د همدې بهرنيو ځواکونو سره یې یو ځای د هېواد د بچیانو سینې په مرمیو غلبېل کړې.

    د بشري حقونو او د چین د نفوذ له مفاهیمو څخه هم د آلې په توګه استفاده، تر ډېره د عیني واقعیتونو پر بنسټ نه ده ولاړه، بلکې یوه سیاسي حربه ده چې د خپلو شومو موخو د تحقق لپاره يې کاروي. د دوی د ادعا او عمل ترمنځ ښکاره تضاد د هېچا له سترګو پټ نه دی؛ له یوه لوري د هېواد، آزادۍ او خپلواکۍ خبرې کوي او له بلې خوا د بهرنیو قدرتونو په غېږه کې پراته دي، د هېواد د وضعیت په تور ښوودلو او بد انځورولو سره، د هېواد د ثبات د له منځه وړلو، د ملي استقلال د کمزوري کولو او د افغانستان د واقعي بڼې د تخریب هڅه کوي.

    د دوی تیرې بدرنګې مخیني او اوسنۍ کړنلارې ته په کتو، په دې کې هېڅ شک نشته چې د دې کسانو لابیګري د هېواد لپاره د خیر غوښتنې په اساس نه، بلکې د واک د تندې او شخصي ګټو لپاره ده، حتی که د هېواد د تباهۍ او د ملي ګټو د قرباني کولو په بیه هم وي.

    خو د افغانستان د بدرنګ ښوودلو دا وروستۍ او ناکامې هڅې به تر کوم ځایه ونه رسي؛ ځکه اوس نړۍ ته هم دا خبره ثابته شوې چې افغانستان د پخوا په پرتله ډېر ثبات، امنیت او خپلواکۍ ته رسېدلی دی. د دې تبلیغاتي کمپاین یوازینۍ پایله به د دې هېواد پلورونکو څهرو لا ډیر رسوا کېدل او د دوی د ځان‌ غوښتنې او د قدرت‌ پرستۍ د عمق بربنډېدل وي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد روسیې او اوکراین ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو روانه اوونۍ ترکیه کې ترسره کېږي
    راتلونکي مقاله د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر سوداګرۍ او په دې برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

    مربوطه لیکنې

    بدنام او منفور دوستم؛ د افغانستان د راتلونکي لپاره د مسعود انتخاب

    20 جولای 2026

    د مسعود د کورنۍ پروژه یي سیاستونه او محروم پنجشیري وګړي

    11 جولای 2026

    د سوداګريزو تعرفو پر مټ د چين تسليمول؛ د ټرمپ هغه خوب او خيال چې رښتيا نه شو

    12 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 24 اگست 2026

    پنځه کلن سفر؛ له جبهه‌ سازۍ تر زواله او راروانې راتلونکې

    په افغانستان کې د اسلامي نظام د نوي پړاو له پیل او د اسلامي نظام…

    په پنجشېر کې هېڅ سياسي بندي نشته

    24 اگست 2026

    په حیرتان بندر کې د بې‌کیفیته توکو د دوو محمولو مخه نیول شوې

    24 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پنځه کلن سفر؛ له جبهه‌ سازۍ تر زواله او راروانې راتلونکې

    24 اگست 2026

    په پنجشېر کې هېڅ سياسي بندي نشته

    24 اگست 2026

    په حیرتان بندر کې د بې‌کیفیته توکو د دوو محمولو مخه نیول شوې

    24 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،182 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،129 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،248 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.