د ننګرهار ولايت د رسنیو مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، د یاد ولایت د نازیانو ولسوالۍ امنيتي منسوبينو د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پنځه تنه د ۳۰ څېړۍ ونو د قطع او پرې کولو په تور نيولي دي.

د معلوماتو له مخې، نيول شوي کسان به تر لومړنيو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

ځنګل چې د چاپیریال د ښکلا او ژویو لپاره لپاره مهم بلل کېږي حکومت یې پر پرې کولو بندیز لګولی او د یادې چارې ترسره کوونکي مجرم بلل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version