له گوزڼ څخه د پاک افغانستان بنسټ وايي، نن د روان۲۰۲۴ز کال د اگست پر۱۰ مه (۲۰ زمری، ۱۴۰۳ ه ش) د پولیو واکسین کمپاین د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پیلېږي.
یاد بنسټ پر خپلې اېکسپاڼه لیکلي، راځئ په دې کمپاین کې د خپلو ماشومانو په واکسینولو سره افغانستان خوندي او روښانه کړو.
یاد بنسټ نه دي ویلي، چې دغه کمپاین به څو ورځې روان وي؛ خو له کورنیو یې غوښتي چې خپلو ماشومانو ته د گوزڼ ضد واکسین ورکړي، چې له تلپاتې معلولیت څخه وژغورل شي.
پولیو یوه ویروسي او ساري ناروغي ده چې د روغتیا ساتنې د نه مراعتولو په سبب له یوه کس څخه بل ته لېږدول کېږي.
په روان کال کې تر اوسه په هېواد کې د گوزڼ یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده؛ خو پرو سږکال په افغانستان کې د گوزڼ د شپږو مثبتو پېښو د ثبتېدو ویل شوي وو، چې ټولې په ننگرهار کې وې.
اوسمهال په نړۍ کې یوازې افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي، چې لا هم پکې د گوزڼ ناروغي ختمه شوې نه ده.
څو میاشتې وړاندې هم په هېواد کې د گوزڼ ضد واکسینو کمپاین شوی، چې پر مهال یې مېلیونونه ماشومان واکسین شوي وو.