رويټرز خبري اژانس ليکي چې په نیپال کې د سختو موسمي بارانونو، سیلابونو، او ځمکې ښویدنې له امله د دغه هیواد د پلازمینې کتماندو ډېرو سيمو ته تللې لارې تړل شوي او تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۶۰ تنه نور ورک دي.
د هوا پیژندنې د نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې په نيپال کې روان بارانونه په تېرو پنځوسو کلونو بې ساري او شديد بارانونه ګڼل کېږي.