د هرات ولایت تورغونډۍ بندر کې افغان مسوولین وایي، چې د دغه بندر له لارې ترکمنستان، قزاقستان، ازبکستان او د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو ته د افغانستان صادرات د تېرکال په پرتله دوه برابره زیات شوي دي.
د تورغونډۍ بندر د ترانزیت عمومي مدیر حکمت الله جوهر په وینا؛ تېر کال به د دغه بندر له لارې په ورځني ډول ۱۵ لارۍ افغاني تولیدات د مځنۍ اسیا هېوادونو ته صادریدل، چې سږکال دغه کچه له ۲۶ لاریو نه تر ۳۰ لاریو پورې لوړه شوې ده.
مسوولین زیاتوي، چې په دغه صادراتو کې تر ډیره د هرات د صنعتي ښارګوټي کورني تولیدات په ځانګړي ډول غیرې الکولي مشروبات شامل دي.