د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار تر منځ په ټلیفوني خبرو کې واګه او کراچۍ بندرونو کې د افغان سوداګرو د ایسارو توکو د خلاصولو پرېکړه شوې.

د ښاغلي تکل په وینا، دغه راز هوکړه شوې چې دواړه هېوادونه به د ټرانزيټ په مسيرونو د خنډونو د لرې کولو په برخه کې هڅې کوي، هغه ویلي چې د‌ دواړو هېوادونو تر منځ د لوړې کچې تماسونو، د پلاوو په تګ راتګ او دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا هم ټینګار شوی.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس ویلي چې، په دې ټلیفوني اړیکه کې، د سیمې د حالاتو او د پاکستان او هند تر منځ پر کړکېچ هم خبرې شوې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version