ټولنیزې رسنۍ په ننۍ نړۍ کې د اړیکو وصلولو، اطلاع رسونې، تجارت، تفریح، خبرو اترو او پیژندنې لپاره استفاده کېږي، میلیونونه وګړي لاس رسی ورته لري او په بېلابېلو مجالونو کې استفاده ترې کوي. په دې وروستیو کې یې د اطلاع رسونې، تفریح او سیاسي پیغامونو د تبادلې لپاره ترې استفاده ډېره شوې ده.
د ۲۰۲۱م کال راهیسې، چې پخواني سیاسیون، چارواکي او د طالبانو مخالفین له هېواد څخه وتښتېدل، له افغاني ټولنې سره یې د مستقیم/ فزیکي تماس امکانات کم یا له منځه لاړل، ترڅنګ یې نفوذ هم د کمېدو او په وړاندې یې تنفر د لوړېدو خوا ته روان شول. د انزوا لورې ته د دغه چارواکو تګ خورا په چټکۍ دوام درلود، د دې لپاره چې دا هر څه، څه نا څه کنټرول کړي، ټولنیزو رسنیو ته یې تر ډېره حده سیاسي رنګ ورکړ او د فزیکي مخالفت/ وسلوالې جګړې په ځای یې مجازي او مطبوعاتي جګړې ته مخه کړل.
بهر مېشتي سیاسیون، چارواکي او مخالفین له تېرو شاوخوا څلورو کالو راهیسې په انلاین ډول ناستې کوي، د افغانستان په اړه نظرونه تبادله کوي او داسې تبلیغاتي څرګندونې کوي، چې په نشر سره یې په ټولنیزو رسنیو کې ګرمه موضوع یا سرټکی همدوی وګرځي؛ دا چاره د مطبوعاتي فشار د ابزار په توګه ګرځېدلې او په ځلونو یې تکراروي، خو هغه فشار چې پر سرپرست حکومت یې اغېزې ډېرې کمې شوي دي.
د تښتېدلو چارواکو دغه مطبوعاتي او تبلیغاتي جګړې په دې وروستیو کې پر عامو وګړو هم خپله اغېزه کمه کړې ده، ځکه دغه ناکامې څهرې لا هم په شړېدلو روایاتو واک، حاکمیت او ملاتړ غواړي، د ټولنې پر عیني واقعیتونو سترګې پټوي، شخصي ګټو ته یې تر بل هر څه ترجیح ورکړې وي، مخالفتونو یې هره مجازي ناسته ناکامه کړې او د سرپرست حکومت په اړه یې داسې تبلیغاتي څرګندونې او افواهات خپاره کړي وي، چې د سرپرست حکومت له کړنو سره توپیر لري او ټول افواهات ناسم ثابتوي.
پخواني سیاسیون په ټولنیزو رسنیو، په ځانګړې توګه ایکس (ټویټر) کې په پراخه کچه شتون لري، ځکه دلته د هېوادونو ولسمشران، سازمانونه، د هېوادونو لوړ رتبه ډیپلوماټان، نړۍوالې رسنۍ او په نړۍواله کچه په سیاسي مسایلو کې ښکېلې کتلې شتون لري؛ پخواني سیاسيون هم دغلته پراخ حضور لري او غواړي خپل پیغامونه تر دوی ورسوي، باور ترلاسه کړي او اړیکې ونیسي، خو دا حربه یې ځکه ناکامه ده، چې دوی لسیزې په افغانستان کې حاکمیت درلود، باور یې په کامله توګه له لاسه ورکړی او نور یې هره هڅه بې اغېزې ده.
د ټولنیزې رسنیو مخ تر ډېره د دوی له خوا، نړۍوالې ټولنې ته پر سرپرست حکومت د بندیزونو د ډېرېدو په غوښتنو هم پوښلی وي، هر راز غوښتنې ترې کوي او غواړي په افغانستان کې د اوسني حاکمیت ترڅنګ، افغان ولس هم انزوا ته یوسي او د هر اړخیزه بحران له تأثیراتو یې متأثر کړي، خو له نړۍوالې ټولنې څخه د تښتېدلو چارواکو دا غوښتنې ځکه ځای نه نیسي، چې د سرپرست حکومت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ مستقیم تعاملات روان دي او دواړه دې پایلې ته رسېدلي، چې اوس مهال باید ستونزې د تفاهم له لارې حل شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.